څومره یو سوي لا مو سوځي په انګار غمونه
چا سره ړنګه دنیا نه جوړوي یار غمونه
په مونګه هره ورځ ماښام وي رڼاورځ نه لرو
را پاته کیږي له هر بم له هر بمبار غمونه
زما د زړه د اسمان دومره لکه ستوري ډېردی
نور مې وتلي دی له زغمه او له شمار غمونه
چِ مې زړګي کې په څپو شي دفراق دردونه
تر کاڼي کلک زړه آخر غورځوي له کار غمونه
په ما یې څه کړي دي نه پوهیګم نه رغېګم
نېشه کوي مې ستا له بنګو نه خمار غمونه
زخم که وګنډم عزیره دومره نور دردیګي
چې یې په ستنو ژوروي د زړه پرهار غمونه
چا سره ړنګه دنیا نه جوړوي یار غمونه
په مونګه هره ورځ ماښام وي رڼاورځ نه لرو
را پاته کیږي له هر بم له هر بمبار غمونه
زما د زړه د اسمان دومره لکه ستوري ډېردی
نور مې وتلي دی له زغمه او له شمار غمونه
چِ مې زړګي کې په څپو شي دفراق دردونه
تر کاڼي کلک زړه آخر غورځوي له کار غمونه
په ما یې څه کړي دي نه پوهیګم نه رغېګم
نېشه کوي مې ستا له بنګو نه خمار غمونه
زخم که وګنډم عزیره دومره نور دردیګي
چې یې په ستنو ژوروي د زړه پرهار غمونه