کابل نیوﺯKabul news dan repost
اعلامیه!
په دې وروستیو کې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې داسې مالومات ترلاسه کړي چې ګواکي د هېواد یو شمېر سیمو کې کرډېټ کارټ پلورونکي د مخابراتي شرکتونو اړوند کرډېټ کارټونه له خپلې اصلي بیې په لوړه بیه پلوري معلومات ښيي چې دوی د ۵۰ افغانیو کرډیټ کارت په غیر قانوني ډول په ۵۵ او یا هم د ۱۰۰ افغانیو کرډیټ کارټ په ۱۱۰ افغانیو پلوري
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا اداره ټولو هغو کرډېټ کارټ پلورونکو ته چې د سکرچ کارټ او یا هم په الکټرونیکي ډول د مخابراتي شرکتونو مشترکینو ته په دغې برخه کې خدمات وړاندې کوي خبرداری ورکوي چې هیڅ څوک نه شي کولای کرډیت کارټونه له خپل معمول ارزښت په لوړه بیه وپلوري، د سرغړونې د لیدو په صورت کې به یاد کس له قانوني چلند سره مخ کېږي.
همدا د ډول د مخابراتي شرکتونو مشترکین کولای شي ستونزې د لیدو په صورت کې د اټرا ادارې د سمع او شکایاتو برخې 999 شمېرې سره خپله ستونزه شریکه کړي.
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو ټولې چارې د قوانینو په اساس مخې ته ځي او هیڅ څوک نه شي کولای د هېواد د مخابراتي قوانینو خلاف کړنې ترسره کړي.
اټرا اداره چې ټول هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم دنده په غاړه لري د خپلو هېوادوالو ستونزې له نیږدې څاري او د حل په موخه یې وخت په وخت موثر ګامونه پورته کوي.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ https://t.me/NDGNN