ځلمیه
مهاجر فراهي (زاهد زاده)
پاڅېږه ځلمیه! خپلواکې غواړي هیواده
اورم د نړۍ له لوړه بامه دا فریاده
دغه د غفلت خوب کې بېده به یې تر کومه
ستا پر وطنوالو لوی ماتم او واویلا ده
ستا دبندګۍ او غلامۍ غلیم تکل لري
شنډ یې کړه پلانونه په نارو د الجهاده
ته هم د احمد اود میرویس او بت شکن په څېر
زما له پاکې غېږي غلیم وشړه نا مراده
دا پراخې میرې، تنګي درې ورته دوزخ جوړ کړه
تا خو لړزولې لا پخوا ټوله دنیا ده
ما زاهد زاده درته بیان کړ دا ویرجن پېغام
خدای لپاره ګوره ویې نه باسې له یاده
١٣٨٣/٢/٦ لمریز
فراه رود
مهاجر فراهي (زاهد زاده)
پاڅېږه ځلمیه! خپلواکې غواړي هیواده
اورم د نړۍ له لوړه بامه دا فریاده
دغه د غفلت خوب کې بېده به یې تر کومه
ستا پر وطنوالو لوی ماتم او واویلا ده
ستا دبندګۍ او غلامۍ غلیم تکل لري
شنډ یې کړه پلانونه په نارو د الجهاده
ته هم د احمد اود میرویس او بت شکن په څېر
زما له پاکې غېږي غلیم وشړه نا مراده
دا پراخې میرې، تنګي درې ورته دوزخ جوړ کړه
تا خو لړزولې لا پخوا ټوله دنیا ده
ما زاهد زاده درته بیان کړ دا ویرجن پېغام
خدای لپاره ګوره ویې نه باسې له یاده
١٣٨٣/٢/٦ لمریز
فراه رود