خاموشه رضاء
د زړه زندان کې مې راګير دي تمناوې ټولې
په ناپوهۍ راڅخه شوي نارواوې ټولـې
د ارادې خواري په پښو کې د تقدیر کړۍ دي
د قضاء مخته مې خاموشې دي رضاوې ټولې
پر دې خوارۍ او بدبختۍ باندې مې ورحميږه
ستا د کرم را باندې واچوه رڼاوې ټولــې
ابليس چې وویل( اَغْوَیْتَنِي ْ) زه تا باغي کړم
رب ترقیامته پرې نازلې کړې بلاوې ټولــې
بـــــابـــــا آدم چې ( ظَلَمْنَا اَنْفُسَنَا) وویــل
باري تعلی یې ورته عفوه کړې خطاوې ټولې
زاهده! غلې غلې ځه د عدالـــت کوڅه کې
له ستونزو ډکې دي ښکاريږي قضایاوې ټولې
آغلې حنیفه زاهد
د زړه زندان کې مې راګير دي تمناوې ټولې
په ناپوهۍ راڅخه شوي نارواوې ټولـې
د ارادې خواري په پښو کې د تقدیر کړۍ دي
د قضاء مخته مې خاموشې دي رضاوې ټولې
پر دې خوارۍ او بدبختۍ باندې مې ورحميږه
ستا د کرم را باندې واچوه رڼاوې ټولــې
ابليس چې وویل( اَغْوَیْتَنِي ْ) زه تا باغي کړم
رب ترقیامته پرې نازلې کړې بلاوې ټولــې
بـــــابـــــا آدم چې ( ظَلَمْنَا اَنْفُسَنَا) وویــل
باري تعلی یې ورته عفوه کړې خطاوې ټولې
زاهده! غلې غلې ځه د عدالـــت کوڅه کې
له ستونزو ډکې دي ښکاريږي قضایاوې ټولې
آغلې حنیفه زاهد