د جمال حد٬
درُود کي دي خواږۀ داستا
نوم کي دي پراته خواږۀ
تاسره چې وصل کاا
هاغه ندي څۀ خواږۀ
یاد چې پرې نامه شي ستا
شي لکه ګبین زبان
ها ورځ وي ښکلا ښکلا
ها ورځ وي شیرین زبان
کيف به دې د دید څه وي
کیف د ها شیبې څنګه
ستا د مبارک حُسن
وکړم اندازې څنګه
ستا په راتلو ژوند رڼا
ته د بشریت زیری
وږم سو د میني خپور
ته د محبت زیری
خیر که فاصِلي بلها
زه درته لیږَم سلام
زړه مي ستا حرم کي دی
زړه کي ټوکوَم سلام
کیږي ستا په اړه چې
خوب مبارک خیال حد دی
ګونګ شي ستا په شان یاسر
بس د عِشق جمال حد دی
یاسر یوسف
درُود کي دي خواږۀ داستا
نوم کي دي پراته خواږۀ
تاسره چې وصل کاا
هاغه ندي څۀ خواږۀ
یاد چې پرې نامه شي ستا
شي لکه ګبین زبان
ها ورځ وي ښکلا ښکلا
ها ورځ وي شیرین زبان
کيف به دې د دید څه وي
کیف د ها شیبې څنګه
ستا د مبارک حُسن
وکړم اندازې څنګه
ستا په راتلو ژوند رڼا
ته د بشریت زیری
وږم سو د میني خپور
ته د محبت زیری
خیر که فاصِلي بلها
زه درته لیږَم سلام
زړه مي ستا حرم کي دی
زړه کي ټوکوَم سلام
کیږي ستا په اړه چې
خوب مبارک خیال حد دی
ګونګ شي ستا په شان یاسر
بس د عِشق جمال حد دی
یاسر یوسف