کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د عامې روغتیا له وزیر مولوي نورجلال جلالي سره کتلي او د عاجلو ناروغانو لپاره د وېزې په صدور یې خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې کتنه کې د ترکیې په ملاتړ د افغانستان په روغتونونو کې د همکاریو د پیاوړتیا، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د ماشوم او مور د روغتیايي خدمتونو، او په روغتیايي برخه کې د پخوانیو هوکړهلیکونو د بیاکتنې په اړه هم خبرې شوې دي.
ښاغلي جلالي د روغتیا په برخه کې له ترکیې سره دوه اړخیزې همکارۍ ضروري بللې او د لا ډېرو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.
بلخوا، د ترکیې سفیر له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې د لا ډېرو همکاریو ډاډ ورکړی دی.
#مليتلویزیون