چــــــا وړی ستا پۀ نامۀ تور مړ دی
اوس یې هغۀ د ځوانۍ شور مړ دی
ښایَسته ستا نازونه نۀ شي وړلـی
د ناواکۍ پېغلې غـرور مړ دی
ماشومه خُور یې ګـوره خَیر ټولوي
پۀ آزادی پسې یې ورور مړ دی
توبه هغه شېبه د هغې ټپي
چې خُور یې چیغې کړلې مور مړ دی
بې سَده پرېوتل چوپتیا خپره شوه
تۀ وه څوک نۀ لري دا کور مړ دی
بېګاه زګېروو له خوبه نۀ وویستم
اوس لږ ښۀ شوی که رنځور مړ دی!؟
دومره خاموشه دیدار درده یاره
تۀ وه انځور ته یې انځور مړ دی
د زړګي درد قـرارولی نۀ شي
پۀ ترنم کې هغه سُور مړ دی
کلیم الله ذاکر یې مااا یادوه
خیال یې ژوندی ښکاري او نور مړ دی
کلیم الله ذاکر
اوس یې هغۀ د ځوانۍ شور مړ دی
ښایَسته ستا نازونه نۀ شي وړلـی
د ناواکۍ پېغلې غـرور مړ دی
ماشومه خُور یې ګـوره خَیر ټولوي
پۀ آزادی پسې یې ورور مړ دی
توبه هغه شېبه د هغې ټپي
چې خُور یې چیغې کړلې مور مړ دی
بې سَده پرېوتل چوپتیا خپره شوه
تۀ وه څوک نۀ لري دا کور مړ دی
بېګاه زګېروو له خوبه نۀ وویستم
اوس لږ ښۀ شوی که رنځور مړ دی!؟
دومره خاموشه دیدار درده یاره
تۀ وه انځور ته یې انځور مړ دی
د زړګي درد قـرارولی نۀ شي
پۀ ترنم کې هغه سُور مړ دی
کلیم الله ذاکر یې مااا یادوه
خیال یې ژوندی ښکاري او نور مړ دی
کلیم الله ذاکر