پخوانۍ غزل!
زړه مې درد کوي او رېږدمه ویده شم
اشنا یاد کړم که یې پرېږدمه ویده شم؟
د بېلتون شمال وهلی یم طبیبه!
په ځنګون باندې سر کېږدمه ویده شم
ناقرار زړه د سکون له غېږې تاو کړم
یو انځور دې په سینې ږدمه ویده شم
کـرۍ شـپه ورته په چیغو - چیغو ژاړم
ستا د یاد بلې ډېوې ږدمه ویده شم
انتظار په کوم الـفاظ باندې معنا کړم
زړه د کـور په دروازې ږدمه ویده شم
جهادي درفـکر ټال مې ځنګوي أو
د بېلتون په زړه ارې ږدمـه ویده شم
محمد حسن عمري 😥💔
زړه مې درد کوي او رېږدمه ویده شم
اشنا یاد کړم که یې پرېږدمه ویده شم؟
د بېلتون شمال وهلی یم طبیبه!
په ځنګون باندې سر کېږدمه ویده شم
ناقرار زړه د سکون له غېږې تاو کړم
یو انځور دې په سینې ږدمه ویده شم
کـرۍ شـپه ورته په چیغو - چیغو ژاړم
ستا د یاد بلې ډېوې ږدمه ویده شم
انتظار په کوم الـفاظ باندې معنا کړم
زړه د کـور په دروازې ږدمه ویده شم
جهادي درفـکر ټال مې ځنګوي أو
د بېلتون په زړه ارې ږدمـه ویده شم
محمد حسن عمري 😥💔