د ماتو غرونو درزا اورې کنۀ
زما سلګۍ او دعا اورې کنۀ
د ګرمو تلو سندریزې ښکالو
د ړنګو پلونو چوپتیا اورې کنۀ
ستا له درباره ستا رضا غواړي
د توبه ګارو ژړا اورې کنۀ
د سپوږمۍ سترګو ته مې زړۀ خولی
په غرو راغلې رڼا اورې کنۀ
باګرامه پښو لاندې مې ارګ پروت دی
د پڼو شور به زما اورې کنۀ
دنیا دښمنه ده بدل دې نه کړي
د سنګرونو آشنا اورې کنۀ
د واک په لومو کې بندي رضوانه
د وږو تږو غوغا اورې کنۀ؟
منتظر نجرابي
زما سلګۍ او دعا اورې کنۀ
د ګرمو تلو سندریزې ښکالو
د ړنګو پلونو چوپتیا اورې کنۀ
ستا له درباره ستا رضا غواړي
د توبه ګارو ژړا اورې کنۀ
د سپوږمۍ سترګو ته مې زړۀ خولی
په غرو راغلې رڼا اورې کنۀ
باګرامه پښو لاندې مې ارګ پروت دی
د پڼو شور به زما اورې کنۀ
دنیا دښمنه ده بدل دې نه کړي
د سنګرونو آشنا اورې کنۀ
د واک په لومو کې بندي رضوانه
د وږو تږو غوغا اورې کنۀ؟
منتظر نجرابي