مجاهده بادشاهي.
نور به ده هر چا په سر پټکي وینې
هر خوا به لښکرې عمري وینې
نور به بې حجابه ښځې نه ګرځي
نور به یې په تن کې چادري وینې
نه به ګیرمونډي او ګیرخریلي وي
غټې اوږدې ګیرې به سړي وینې
هرڅه به ده خدای په عوامِرو وي
هر خوا فیصلې به شرعي وینې
نور به شوچه واک ده افغانانو وي
نه به ده پردیو بدماشي وینې
هرخوا به ده علم ډیوې بلې وي
هرخوا به دانا ده وخت بچي وینې
وه حَسانه زمونږ په ګران هیواد کې به
نوره مجاهده بادشاهي وینې
حَسان کوچی
نور به ده هر چا په سر پټکي وینې
هر خوا به لښکرې عمري وینې
نور به بې حجابه ښځې نه ګرځي
نور به یې په تن کې چادري وینې
نه به ګیرمونډي او ګیرخریلي وي
غټې اوږدې ګیرې به سړي وینې
هرڅه به ده خدای په عوامِرو وي
هر خوا فیصلې به شرعي وینې
نور به شوچه واک ده افغانانو وي
نه به ده پردیو بدماشي وینې
هرخوا به ده علم ډیوې بلې وي
هرخوا به دانا ده وخت بچي وینې
وه حَسانه زمونږ په ګران هیواد کې به
نوره مجاهده بادشاهي وینې
حَسان کوچی