بریا دې په کافره نړۍ اور پوري کوي
نو ځکه دې په سپینه پګړۍ تور پوري کوي
د دې نرم لوګي شا ته د غرب لاسونه پټ دي
شنې لښتې په سړو نغریو نور پوري کوي
د برندو سترګو تورو څڼو لوړ قامت څښتنه
ښکلا دې د کابل په سینه شور پوري کوي
اخلاق نرمه رویه له ترحُم ډکه مسکا دې
په ډېرو غمځپلو زړو ټکور پوري کوي
راشد مشفق
نو ځکه دې په سپینه پګړۍ تور پوري کوي
د دې نرم لوګي شا ته د غرب لاسونه پټ دي
شنې لښتې په سړو نغریو نور پوري کوي
د برندو سترګو تورو څڼو لوړ قامت څښتنه
ښکلا دې د کابل په سینه شور پوري کوي
اخلاق نرمه رویه له ترحُم ډکه مسکا دې
په ډېرو غمځپلو زړو ټکور پوري کوي
راشد مشفق