هیلې شوې خاورې د ارمان مې اقتدا درپسې
ته چې شهید شوې زما هم لاړه اروا درپسې
ارمان چې یاره د لحد غیږې ته نه وای تللی
هیڅ نه جوړېګمه ماتېګمه په ملا درپسې
رب وَ لا دلته جنتي ښکلا بښلې یار ته
ځکه خاموشه ده زړګیو کې رڼا درپسې
یاره څه راز لري شهید په غوړېدلو شونډو
کاش یوچا کړی خُ وای دم د مسیحا درپسې
دبېلتون تندر دې د حسن سپوږمۍ ونیوله
ستوري دردیګي د لمر هم ختلې سا درپسی
د عزیر سترګې بې له هغه څهرې نه رغیګې
یعقوب دِ ړوند په زړه زخمی دَزُلیخا درپسې
ته چې شهید شوې زما هم لاړه اروا درپسې
ارمان چې یاره د لحد غیږې ته نه وای تللی
هیڅ نه جوړېګمه ماتېګمه په ملا درپسې
رب وَ لا دلته جنتي ښکلا بښلې یار ته
ځکه خاموشه ده زړګیو کې رڼا درپسې
یاره څه راز لري شهید په غوړېدلو شونډو
کاش یوچا کړی خُ وای دم د مسیحا درپسې
دبېلتون تندر دې د حسن سپوږمۍ ونیوله
ستوري دردیګي د لمر هم ختلې سا درپسی
د عزیر سترګې بې له هغه څهرې نه رغیګې
یعقوب دِ ړوند په زړه زخمی دَزُلیخا درپسې