#عشقــیات😊
ښوونکي له ټولګیوالو کورنۍ دنده ټوله کړه چې د ژوند په اړخونو مقالې یې لیکلې وې.
ماته یې وویل خو ما نه وه لیکلې..
ما ورته وویل زه به یې همدلته په ژوندۍ بڼه ووایم
راسره یې ومنله خو ما وویل ښوونکیه زما مقاله لږه متفاوته ده..
ښوونکي وویل ته ټول متفاوت یې تنبله..
ما ویل یانې اجازه ده؟
وایي هو، خو داسې چټیات ونه وایې چې درې پنځوسم ځل دې هم له ټولګي وشړم😌
زه غلی شوم ښوونکي وویل ځه ووایه نو چې هر څه وایې..
ما پیل وکړ چې زه له یوې نجلۍ سره مینه لرم...
ښونکي وویل زه پوهیږم ته به دغسې یو څه غول خورې..
ما سکوت وکړ خو ټولګیوالو ووی ووایه ووایه...
نجونې موسکې وې خو نه یې ویله چې ووایم که نه؟
ما غږ کړ ولا چې ښوونکی هم خفه کیږي او نجونې هم څه نه وایي نو نه یې وایم..
ښوونکي وویل:
ته خو مالوم سړی یې چ هر غول خورې ووایه ازاد یې..
لدې سره ځینو ټولګیوالو نجونو هم غږ پورته کړ ووایه ووایه...
دا ځل مې په جرات پیل وکړ....
♦: زه له یوې نجلۍ سره مینه لرم خو د مینې اظهار راته ګران دی، هغه لږه لږه پوهیږې خو شرمیږي.
ټولګیوال متوجې شول چې لمړی ځل مې د ښوونکي وړاندې څنګه د داسې خبرې جرات وکړ؟
ښوونکی زما د خبرې په اوریدو جام شو ویې ویل دلته راشه...
زه وډار شوم چې ښوونکی به څه وایي؟
په تروش تندي یې زه خواته وبللم
ناګهانه لږ مُسک شو وایي ووایه سپین سترګیه څوک دې خوښه ده؟
منټوګکې سترګې ښکته کړې شاید څه نا څه پوهه وه خو ما وویل ښوونکیه دا کار نشم کولای.
ویې ویل دا جبري ده چې ویې وایې.
تر لږ فکر وروسته مې بیا راغبرګه کړه چې ښوونکیه:
داسې مستقیم خبره خو په مرګ هم نکوم خو په کنایه کې به یې ووایم ..
وایي ووایه!!
ټول ټولګیوال سخت متوجې و ما پیل وکړ..
هغه چې زما خوښه ده معلومه نده چې زه یې هم خوښیږم که نه خو سترګې یې کټ مټ داسې دي لکه د بند آمیر د بند رنګ چې پکې استعمال وي او یا د بدخشان له لاجوردو جوړې وي او که له ګل سره مشابهت ورکړم نو د دایکندي د بادامو او د جلریز د مڼو له ګلونو سره مقایسه کیدای شي او چې پر خوا مې تیره شي د ننګرهار د نارنجو بوی حس کړم بله نښه یې دا چې د سترګو حلقې یې لکه له کونړه چې باجوړ ته له بارانه وروسته د رنګین کمان زیړې زرغونې ننداره کوم او ځینې نور خواږه یې که د کندهار له انارو غوره نه و زه جریمه او ها ریښتیا د شونډو رنګ یې د خوست له سنځلو چا جوړ کړی دی او غاړه یې د تیرې کنډو په څیر لکه په واورو تکه سپینه ده، د غزني په ولیانو قسم چې خبرې یې د شمالي تر انګورو، د بادغیس تر پستې د کندوز تر خربوزې او د ارزګان تر شکرپارې خوږې دي.
خدایي یې په اننګو کې د پغمان د ګیلاسو رنګ ټوکیدلی، د پوندو رنګ یې د فراه له هندوانې الهام اخیستی او داسې تروتازه وي لکه د لغمان ترکاري..
په ګس اننګي توربخن خال یې د سپینو سنګ مرمرو ترمنځ د تورې کعبې په رنګ دی چې ښکلا پرې متمرکزه ده..
باور وکړئ ښوونکیه که هغه سندره وای نو د احمد ظاهر هغه سندره به وه چې وایي " باز آمدی" او ما به په سانیو رادیو کې د کلي د زاړه انځر لاندې هره غرمه دولس بجې اوریدای.
که هغه کتاب و نو د مصطفی سالک به و چې ما به ورته ویله " پاتې شه باران دی"
د هغې عادتونه د کابل د ښار حیثیت لري چې که زر ځله یې هم دښمن وران کړي بیا راپورته کیږي او بیا راپورته کیږي..
نور مې حوصله وبایلله او اخره کې مې ښوونکي ته وویل:
ښوونکیه!
څه به یې درته تشریح کوم خو هغه نجلۍ ده چې زما او د هغې ترمنځ همدا اوس Za Hid لکه ډیورنډ قرار لري، هغه ایخوا ناسته ده زه دیخوا...
لدې سره منټوګکې په معصومو مړو سترګو راوکتل سترګو کې یې رڼې اوښکې داسې راټوکیدې لکه د اسمعیل په پښو کې د زم زم چینه...
ښوونکي وویل:
بلا دې ووهه تنبله درس خو دې ټکی ندی ذده خو د شیطانت کیسې د فیلسوف غوندې تشریح کوې کینه غرق شې😨

#عشقیــــات@naol_ashqi💋🥀🥀