توري شپې خدای تېري کړې وروسته یې سهار راغی
زمونږ په دې مؤمن اولس امن او قرار راغی
شپې د اشغال ورکي شوې،رُود د وینو وچ شولو
په وینو لَژن وطن بیرته په سنګار راغی
زمونږله پاکي خاوري نه،ټول شو د وحشت ټغر
په وران او ویجاړ وطن ،وخت د استعمار راغی
نشته هیڅ مشکل نشته سل فیصده امن دی
سل فیصده سپین نظام،د اسلام غمخوار راغی
لا به یې ور زیاته کړي نوره د وطن ښکلا
هر درد ته ټکور به شي،داسي یو سالار راغی
ماته شوه غربي نړۍ حق پر باطل پورته شو
بیا د (هلالي آغا) ماته قلم په کار راغی
هلالي آغا
زمونږ په دې مؤمن اولس امن او قرار راغی
شپې د اشغال ورکي شوې،رُود د وینو وچ شولو
په وینو لَژن وطن بیرته په سنګار راغی
زمونږله پاکي خاوري نه،ټول شو د وحشت ټغر
په وران او ویجاړ وطن ،وخت د استعمار راغی
نشته هیڅ مشکل نشته سل فیصده امن دی
سل فیصده سپین نظام،د اسلام غمخوار راغی
لا به یې ور زیاته کړي نوره د وطن ښکلا
هر درد ته ټکور به شي،داسي یو سالار راغی
ماته شوه غربي نړۍ حق پر باطل پورته شو
بیا د (هلالي آغا) ماته قلم په کار راغی
هلالي آغا