*نعت شریف*
حـــسن چې یوسف لري عیسی یدِ بیضا لري
هر څه چې خوبان لري یار مې یک تنها لري
ښـــکلی نازولی ده ـ رب ځانته بــــــللی ده
رحمـــةُ الْعالَمْ دی عالمینو کې ښکلا لــــري
لمر سپوږمۍ شرمیږي تري ـ ستوري هم پټیږي تري
تمام پرې ښایستونه دي سپین مخ والضحا لري
بشیــر دی نظیـــــر نبي ـ ســـراجُ الْمُنیـــر نبي
هـــــادي د مخلــوقـاتو دی صــفتي اعلا لـــري
عثــــمان عـــلي او عمر ـ یار لري ابوبـــــکر
سـردار د دوجهانو دی ســـیــدُ الشُّهْدا لــري
زړه کې یې ساتمه زه ـ نه یې هیـرومه زه
دردونه سـلامونه هم صـــدیقي آشــنا لري
ـــــــ🌹ــــــ🌷ـــــــ🌹ـــــــ
شاعر: قاري عبدالبصیر صدیقي