لکه د حـــــــــــــورې عینا تورې سترګې
نن مې یادیږی د چـــــــــا تورې سترګې
د خـــــــــــــیال دنیا پسې تللـــــــی یمه
که مې کړې چـــیرته پیدا تورې سترګې
چې د کجــــــــــــــــلو لوپته په سر کړي
بیا خــــــــــو نو بارک الله تورې سترکې
نو خـــدای خو شته زما خو زړه ورانوي
ای! ستا خـوښېږي رښتیا تورې سترګې؟
شنې سترګې خړې هم د خدای پیدا دي
خو زما خــــــوښېږی تنها تورې سترګې
زما د جانان سترګــــو کې بېل تأثیر دی
شـــــــــته په دنیا کې بالا تورې سترګې
زما په زړه تل یرغلونه کـــــــــــــــــــوي
(ملا عاکفه) د ســـــــــــتا تورې سترګې