غـــــزل
لاس تر زنه ناست یمه ژړېږمه
ډېر له دا ناسور زخمه کړېږمه
زړه مې ډک را وړی له ارمانه دی
ستا د در په غېږکې حصارېږمه
بس د زړه مشکل لرم ناروغه یم
ډېر پر یوکوشنې شي خپه کېږمه
ګله یاره لاس را کړه بیمار یمه
غورځمه مړکېږمه ړنګېږمه
ستا په محبت کې مې حال وګوره
ورځ په ورځ زورېږم رنځور کېږمه
زما د روغ صحت لپاره ته دوا
صِرف ستا په یو دیدن رغېږمه
ورک له خپله ځانه او جهانه یم
هسې د هجران په اور سوځېږمه
بسته رانه لاړشه اخیر پوخ دي کړم
غمه لادې ولي نه هېرېږمه
تاته وایم تاته مهاجر غریب
بې لتا قسم ده تباکېږمه
لاس تر زنه ناست یمه ژړېږمه
ډېر له دا ناسور زخمه کړېږمه
زړه مې ډک را وړی له ارمانه دی
ستا د در په غېږکې حصارېږمه
بس د زړه مشکل لرم ناروغه یم
ډېر پر یوکوشنې شي خپه کېږمه
ګله یاره لاس را کړه بیمار یمه
غورځمه مړکېږمه ړنګېږمه
ستا په محبت کې مې حال وګوره
ورځ په ورځ زورېږم رنځور کېږمه
زما د روغ صحت لپاره ته دوا
صِرف ستا په یو دیدن رغېږمه
ورک له خپله ځانه او جهانه یم
هسې د هجران په اور سوځېږمه
بسته رانه لاړشه اخیر پوخ دي کړم
غمه لادې ولي نه هېرېږمه
تاته وایم تاته مهاجر غریب
بې لتا قسم ده تباکېږمه