ته نه یې!
سپین توغ دی په یاغې ارګ رپیدۀ دي او ته نه یې
شهیده ستا ارمان ته رسېـدۀ دي او ته نه یې
مزار ته دي ما زیـری دی راوړی خـوږه یاره
خبر یې؟ د وطن را خپلېدۀ دي او ته نه یې
لا نۀ شولې راستون بیرته اې ورکه انډیواله
د ورکې اذادۍ را ستنېدۀ دي او ته نه یې
اوس وېره له بنګني ډبډبني، چاپې نشته
سکون دی کراري د ژوند کیدۀ دي او ته نه یې
ویل به دي ، چې سوځو مونږ خو لارې دي رڼا شي
شپه تېره دۀ د لمر اوس ځلېدۀ دي او ته نه یې
زړګي باندي یاسر ته دي پرېښی داغ د هجر
داستا د خاطرو را یادېدۀ دي او ته نه یې
یاسر یوسف