امیرالمؤمنین حفظه الله یوه پرېکړه کړې:
د رڼو سترګو خوب – ارمان او مکلفیت
تاسو یې ولولی:
شیخ صیب د اړیکو او رسنیو د برخې مسؤل راوغوښت او له هغه یې وغوښتل چې له کابل او نورو ولایتونو څخه وزیران او نور مهم چارواکي د یوې بېړنۍ ناستې لپاره کندهار ته راوغواړي. ورځ وروسته ټول غوښتل شوي کسان حاضر شول. د ناستې په تالار کې مشران او راغلي چارواکي په خبرو لګیا و چې شیخ صیب مجلس ته دننه شو، په تالار کې چوپتیا خوره شوه، ټول د شیخ صیب په احترام په خپلو ځایونو کې ودرېدل. له روغبړ وروسته شیخ صیب پر خپل ځای کښېناست. څېره یې د معمول خلاف اندیښمنه ښکارېده او له ورایه پرې د یو لرې پراته درد نښې پرتې وي. داسې ښکارېده چې د غزې د ماشومانو چیغو او نارو او د یهودي دولت ظلم، وحشت او بربریت ترې ټول ارام اخیستی وي. د الله سبحانه وتعالی له ثنا او صفت او پر رسول الله صلی علیه وسلم باندې له درود ویلو وروسته یې په ارامه لهجه له راغلو کسانو د راپور اخیستل پیل کړل.
ټولو مسؤلینو په خپل نوبت خپل راپورونه وړاندې کړل. «د قوشتیپې لومړی فاز بشپړ شو، دویم یې ژر پیلیږي. د سالنګ د قیر کولو کارونه پای ته رسېدلي، عاید ډېر شوی، دومره کیلو مټره سړک قیر شوی، تعلیمي، ټولنیز او روغتیایي خدمتونه ښه شوي، له نړیوالو سره اړیکې په ښه کېدلو دي او او او.
داسې ښکارېده چې شیخ صیب هېڅ هغه خبره وانه ورېده چې اورېدل یې غوښتل. له خپل ځایه پاڅېد، ژوره ساه یې واخیسته، د تالار ګډونوال یې یو یو له سترګو تېر کړ او په ارامه لهجه یې وویل:
ما ستاسو خبرې واورېدې، الله د تاسو ته د دې خدمتونو اجر درکړي، مګر تاسو خبر یاست چې په غزه کې څه تیریږي؟ هلته زموږ د واحد وجود یوه برخه د یهودو پر لاسونو د له منځه تللو په حال کې ده. د عمر فاروق او صلاح الدین د فتوحاتو سمبول د یهودو تر اشغال لاندې دی. د غزې مسلمانان د یهودو له خوا قتل عام کیږي. ماشومان، ښځې او بوډاګان د اور په لمبو سوزول کیږي. مسجدینو، شفاخانې، مکتبونه له خاورو سره خاورې کیږي. د وامعتصما، وا امتا او وامسلما چیغو نړۍ په سر اخیستې. امریکا او نوره کفري نړۍ په خپل ټول زور له یهودو سره ولاړه ده، مګر د حماس مجاهدین په دغه جګړه کې په تش لاس په میدان یوازې پاتې. زه څه ډول په داسې حالتونو کې د ابادۍ، پرمختګ او اقتصادي ودې خبرونه اورېدلی شم؟ پرمختګ، پاخه سړکونه، بیلډینګونه، ارامه ژوند، امکانات او سهولتونه کله زموږ اخرت تضمینولی شي؟ ایا الله به له موږ دا پوښتنه کوي چې تاسو ولې پرمختګ ونه کړ، ولې مو ارامه ژوند نه درلود او که دا چې ولې مو له اقصی دفاع ونه کړه؟ پس څه ډول امکان لري چې د غزې د میندو د وامعتصما چیغې لبیک نه کړم. ما یوه پرېکړه کړې او هغه دا ده چې له یهودو سره په دغه جګړه کې حماس یوازې نه پرېږدم او له یهودو سره د عمومي جهاد اعلان کوم.
تالار کې لږ نا ارامي خوره شوه. «مګر دا کار څنګه امکان لري؟ موږ څه ډول تر هغه ځایه رسېدلی شو؟ پر لاره پراته خنډونه (پولې) به څه ډول ماتیږي؟ دا جګړه خو ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري دا به له کومه کیږي؟ له یهودو سره خو ټوله نړۍ ولاړه ده، امریکا، انګلیس، فرانسه او... دوی خورا پیاوړي دي، منظم فوځ، امکانات، نظامي بیړۍ، اټومي وسلې، ډرون او نورو نظامي الوتکې لري، له دوی سره جګړه څنګه ممکنه ده؟
دې پوښتنو د ټولو ګډونوالو ذهنونه مخشوش کړي و، شیخ صیب له وړې دمې وروسته بیا خبرې پیل کړې. زه پوهېږم چې دا کار ډېر ستونزمن دی، امکانات غواړي، مګر جګړه په امکاناتو نه ګټل کیږي، بلکې اېمانونه د جګړې د ګټلو پرېکړه کوي، موږ پرون له امریکا جګړه ګټلې ده، هو هغه جګړه امکاناتو نه ده ګټلې، بلکې د افغان مجاهدینو ایمانونو ګټلې ده. په یوه کلاشینکوف مو له ډرون او ټانګونو سره جګړه کړې او تاسو ټول د دې شاهدان یاست، هو موږ پرون له جګړې راستانه شوي یو، مګر د الله په لاره کې له قتال کولو ستړي نه یو.
د تالار له منځه یو ځوان وزیر پورته شو، په داسې حال کې چې نظامي کورتۍ یې پر تن او پګړۍ یې پر سر وه له مقدمې پرته یې وویل: اې شیخ صیب: «موږ د جهاد اولاده یو، موږ د جنګ نسل یو، موږ که د ویاړ یوه کارنامه لرو هغه د الله په لاره کې د سرونو شیندل او د ځوانیو قرباني کول دي. موږ په ټول اطاعت له تا پیروي کوو، که اور ته د دانګلو امر راته وکړې، نو نافرماني به ونه کړو. غزه د امت عزت او ناموس دی او موږ د هغه په ساتلو کې د الله پر وړاندې مکلف یو. موږ اېمان لرو چې الله به موږ په دغه مأموریت کې یوازې پرېنږدي.»
د شیخ صیب تندی وغوړید، په څیره کې یې ارامي او خوښي څرګنده شوه. په ارامه لهجه یې وویل: دا سفر له کابل څخه تر هرات او له هغه ځایه تر ایران - عراق او فلسطین پورې دی. دا شاوخوا ۳۰۰۰ کیلو مټره لاره ده، موږ د الله په ملتیا د خپلو وروڼو په ننګه او د اقصی د ازادۍ په موخه دا سفر پیلوو او په دې مسیر کې له هېچا نه ویریږو او نه د چا د زور او ممانعت پروا ساتو.