د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندھیر جیسوال په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې دغه هېواد غواړي د بشري مرستو او پراختیایي همکاریو له لارې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.
نوموړي د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویکرام مصري او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وروستۍ لیدنې ته په اشارې سره ویلي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې تعامل ښکارندویي کوي.
د ویلو ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په متحده عربي اماراتو کې له مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پراختیا او روغتیایي سکټور کې همکاري وکړي.
#مليتلویزیون