د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره په کتنه کې د ایران له لوري کابل او بامیانو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو په بیا پیل، د درملو د کیفیت، تولید او د دوه اړخیزو روغتیايي همکاریو په تړاو خبرې کړې.
په دې کتنه کې ښاغلي جلالي ویلي، چې د افغانستان روغتیايي سیستم کیفیت لرونکو درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري کولای شي هېوادوالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي.
دغه راز کابل کې د ایران سفیر له عامې روغتیا وزارت سره د اوږد مهاله همکاریو ډاډ ورکړی دی.
#مليتلویزیون