د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي افغانستان کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره لېدنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لېدنه کې ښاغلي ستانکزي قزاقستان کې د دغه هېواد د الوتکې لوېدو له کبله د اذربایجان سفیر ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې یې د دوهاړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی.
ورته مهال ښاغلي محمدوف د دغه هېواد د الوتکې لوېدو په تړاو د اسلامي امارت د غمرازۍ او تسلیت څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې هېواد یې افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لېوال دی.
#مليتلویزیون