د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره په پلازمېنه مسقط کې کتلي.
دواړو لوریو په دې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې او د دوه اړخیزو همکاریو د نوي پړاو پرانیستلو هوډ یې کړی دی.
ښاغلي متقي په افغانستان کې امنیت، متوازنې نړیوالې اړیکې او د پانګونې فرصتونه د حکومت مهمې لاسته راوړنې بللې او له عماني پانګوالو یې غوښتي، چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي.
ورتهمهال د عمان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ملاتړ ډاډ ورکړی او د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو هیله یې څرګنده کړې ده.
#مليتلویزیون