پخوانۍ دی...
تر وصال لارې وهي؛ بیلتون یې وننګوۀ
ګریوان ګنډي په دردو؛ جنون یې وننګوۀ
په سپینو لپو کې د سپینو اوښکو څړیکې شماري
تا دومره ډیر یادوي؛ ستا شتون یې وننګوۀ
لکه ماشوم درد ځوروي له درده خوند آخلي
دشتې څاري او درومي؛ مجنون یې وننګوۀ
ما ویل هجر به لږ وڅیړو دۀ غبرګه کړله
رادرومۍ عشق څیړو؛ مضمون یې وننګوۀ
هغه زلموټی طالب مرګ پسې لمبې ښکلوي
د میني تګ زده کوي؛ ژوندون یې وننګوۀ
څه اطمینان وو په مجلس کې د باڼو او سترګو
په کرامت غږیدل؛ سکون یې وننګوۀ
کلیم الله ذاکر د حسن په غرور تورن وو
بیاهم ممتاز یادیدۀ؛ آزمون یې وننګوۀ
کلیم الله ذاکر
تر وصال لارې وهي؛ بیلتون یې وننګوۀ
ګریوان ګنډي په دردو؛ جنون یې وننګوۀ
په سپینو لپو کې د سپینو اوښکو څړیکې شماري
تا دومره ډیر یادوي؛ ستا شتون یې وننګوۀ
لکه ماشوم درد ځوروي له درده خوند آخلي
دشتې څاري او درومي؛ مجنون یې وننګوۀ
ما ویل هجر به لږ وڅیړو دۀ غبرګه کړله
رادرومۍ عشق څیړو؛ مضمون یې وننګوۀ
هغه زلموټی طالب مرګ پسې لمبې ښکلوي
د میني تګ زده کوي؛ ژوندون یې وننګوۀ
څه اطمینان وو په مجلس کې د باڼو او سترګو
په کرامت غږیدل؛ سکون یې وننګوۀ
کلیم الله ذاکر د حسن په غرور تورن وو
بیاهم ممتاز یادیدۀ؛ آزمون یې وننګوۀ
کلیم الله ذاکر