Репост из: عزیزالرحمن ایاس
غــــــــزل!
په لېدو کې یې لوېدلې ستا خولۍ ده
د ایمان مې دومره هسکه ککرۍ ده
د رب دین پرې ساتم سر تر داره وړمه
پرې وهلې مې کږه وږه بګړۍ ده
دا چې نن مې جهان سر په پښوکې ایښی
نتیجه مې د سپېڅلې قربانۍ ده
دا هیواد دی هیدیره د یرغلګرو
ماته شوې دلته څو ځله نړۍ ده
بې عزته شوې؟ ته هسې هم ترې تېروې
خوره یې،خوره یې، ثمره د غلامۍ ده
هغوﺉ هیڅکله بیا پور ته کتی نه شي
چې خوړلې چا د مړو سترګو ډوډۍ ده
چې (ایاسه) دار، زندان، اور ورته یودي
ددې خلکو مینه زښته لېونۍ ده
عزیزالرحمن ایاس
1400/05/04
09:48pm
@Ayas_Aziz
په لېدو کې یې لوېدلې ستا خولۍ ده
د ایمان مې دومره هسکه ککرۍ ده
د رب دین پرې ساتم سر تر داره وړمه
پرې وهلې مې کږه وږه بګړۍ ده
دا چې نن مې جهان سر په پښوکې ایښی
نتیجه مې د سپېڅلې قربانۍ ده
دا هیواد دی هیدیره د یرغلګرو
ماته شوې دلته څو ځله نړۍ ده
بې عزته شوې؟ ته هسې هم ترې تېروې
خوره یې،خوره یې، ثمره د غلامۍ ده
هغوﺉ هیڅکله بیا پور ته کتی نه شي
چې خوړلې چا د مړو سترګو ډوډۍ ده
چې (ایاسه) دار، زندان، اور ورته یودي
ددې خلکو مینه زښته لېونۍ ده
عزیزالرحمن ایاس
1400/05/04
09:48pm
@Ayas_Aziz