Репост из: عزیزالرحمن ایاس
د وخت اتل!
یو امتحان پای ته رسي،بل را شروع کیږي
واک دې له زندان وروسته یوسفه لاس ته لوېږي
ښه په ترحُم وېشه غله د مصر وږو ته
څاه کې یې چې پرېښودې ها ورور درته درېږي
ته به ورته ښه په مینه غېږ خلاصوې ځکه چې
دغه غم ځپلی ولس ستا په نوم نازېږي
ته پر خپله سپینه عقیده باندې ټینګ پاتې شوې
نن یې دادی هغه ثمره درته رسېږي
وه رپوه زار دې شم پرې سپین محمدي بیرغ
سیمې دې د ربه په نصرت ورو ورو لاسته لوېږي
دا وخت اتل به د مؤمین هیواد حاکم جوړ شي
نور مو نو (ایاسه) یاره هیلې پوره کېږي
عزیزالرحمن ایاس
1400/04/25
08:45pm
@Ayas_Aziz
یو امتحان پای ته رسي،بل را شروع کیږي
واک دې له زندان وروسته یوسفه لاس ته لوېږي
ښه په ترحُم وېشه غله د مصر وږو ته
څاه کې یې چې پرېښودې ها ورور درته درېږي
ته به ورته ښه په مینه غېږ خلاصوې ځکه چې
دغه غم ځپلی ولس ستا په نوم نازېږي
ته پر خپله سپینه عقیده باندې ټینګ پاتې شوې
نن یې دادی هغه ثمره درته رسېږي
وه رپوه زار دې شم پرې سپین محمدي بیرغ
سیمې دې د ربه په نصرت ورو ورو لاسته لوېږي
دا وخت اتل به د مؤمین هیواد حاکم جوړ شي
نور مو نو (ایاسه) یاره هیلې پوره کېږي
عزیزالرحمن ایاس
1400/04/25
08:45pm
@Ayas_Aziz