غزل
ژونـده! بې مـزې یــمــه له تاسـره
بېل لـه قـافــلې یــمه له تاسـره
ورک له سپین سهار یمه مودې کیږي
وړی تورې! شپې یـمــه له تاسـره
ستا په انتــظار د دنګ چنار لاندې
سوی سرې غرمې یمه له تاسره
سر پر زنګـنو به یم تر څو پورې
درده سم زرې یــمه له تاسـره
سپین ګل وم؛ خوته راتۀ ازغی شولې
هر وخت بې وږمې یـمـه له تاسـره
ته مــې پـر شـــاعر زړګي را ووره
زوږ د تــرانې یــمــه له تاسـره
ګـوره لــیونیه زه محسن احسان
غرق له اندیښنې یمه له تاسـره
محسن احسان
ژونـده! بې مـزې یــمــه له تاسـره
بېل لـه قـافــلې یــمه له تاسـره
ورک له سپین سهار یمه مودې کیږي
وړی تورې! شپې یـمــه له تاسـره
ستا په انتــظار د دنګ چنار لاندې
سوی سرې غرمې یمه له تاسره
سر پر زنګـنو به یم تر څو پورې
درده سم زرې یــمه له تاسـره
سپین ګل وم؛ خوته راتۀ ازغی شولې
هر وخت بې وږمې یـمـه له تاسـره
ته مــې پـر شـــاعر زړګي را ووره
زوږ د تــرانې یــمــه له تاسـره
ګـوره لــیونیه زه محسن احسان
غرق له اندیښنې یمه له تاسـره
محسن احسان