احسان الله عُزیر


Гео и язык канала: Иран, Фарси
Категория: не указана


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خوږو ملګــرو دلته راسره پاتې شی
زما دقلم څه ګوډ مات غزلونه به درسره
شریکوم په درنــــاوي

Связанные каналы

Гео и язык канала
Иран, Фарси
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


دحوت لسمه

دې حوت لسمه دې هیواد دې ارتقا ورځ ده
دې اشغال ساه په کې ختلې دې بریا ورځ ده

دې سولې اَمن لاسلیک شوی په همدې ورځ دی
وي مبارک دې ټول اولس ته څه رڼا ورځ ده

اظهار یې کړله خپله ماتې نړیوالو پکې
نو دغه ورځ مو په تاریخ کې څه صفا ورځ ده

دخپلې ماتې تړون کړلو یې امضاء قطرکې
دا زمونګ دې ټولو هیواد والو دې مسکا ورځ ده

موږ یې هم لمانځو ښه په نره ښه په نره نړۍ
دې آزادۍ او خپلواکۍ دې ابتدا ورځ ده

مبارکي یې درکوم زه احسان الله عُزیر!!!
دا دې وژنې او جګړې دې اِنتها ورځ ده

احسان الله عزیر


دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
کسر
چې د شهید ورورک په لاره د روان نه یې
ته غیرتي نه یې رجال نه یې او ځوان نه یې

ترنم مجروح طالب
شاعر احسان الله عزیر
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




Репост из: مجروح طالب رسمي چينل
Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
نوی ترانه
کسر ډیر ژر إن شاء الله
چې د شهید ورورک په لاره د روان نه یې
ته غیرتي نه یې رجال نه یې او ځوان نه یې

ترنم مجروح طالب
شاعر احسان الله عزیر


؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
پنځلس شعبان ( شب برآت) او د هغه
ورځي فضیلت
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
🔊 مـــدلل جــــــواب 🔊
؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
مفــتی عبـــدالــرحــمٰن صمــیم صاحب
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
ٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔🎶...۔ٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ‌
🌹؛🌹
@HabibiAbrar 🌹؛🌹
☝️رابـــــــــطه ☝️
؛------------------------------------؛
نشــــرڪـــونـــڪی اداره
عبـــرتناڪه ڪـــیسی اوحـــدیثــــونه
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
مسؤل خادم حبیـبی ابرار غفرله الباری
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘


Репост из: ⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
╭═✦●🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃●✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦●🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃●✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


نن شپه د برات شپه ده
د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کی الله تعالی ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.
#امام_حسن_بصري_رحمة_الله_علیه به پدي شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یی د برات شپه ده زما اعمال الله ته وړاندې کیږي ، الله تعالی خبر پایله به یی څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي!!!

#حضرت_علی_رضی_الله_تعالی_عنه په دې شپه د باندی راووت او په ژړا یی، اسمان ته کتل او ویل به یی ای الله تعالی نن تاته اعمال وړاندی کیږی ، چی د #علي اعمال به الله خبر څنګه وي!!!

صحابه راغلل له
#رسول_الله_ﷺ څخه یې و پوښتل، چی اې! د الله تعالی رسوله کله چی د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورڅ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟ د الله تعالی رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دی لپاره روژه نیسم چې په #دې_ورځ_د_انسان_عمل_نامه_سپینه_وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عمل نامه کې په روژه باندې شي. د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې د دې لپاره عبادت کوم او په ویښه یې تیروم چی دا مې خوښیږي چې کله می الله د کال په اخیر کی اعمال وړاندی کېږي نو هغه مې هم په عبادت کی تیره شي او په عمل نامه کې مې اخیر عمل عبادت وي!!!

د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به دبرات ( شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله ،
#عایشه_(رض) #وایې_په_دې_شپه_به_چې_کله_رسول_الله_ﷺ_عبادت_کاوو_او_کله_به_یې_چې_سر_په_سجده_کیښودو_دومره_به_یې_ اوږدوله چې ما به ویل چې الله مکړه هغه روح قبض شوی دی ، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړه وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی ، او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې #ژاړي_او_دا_دعا_کوي (یا الله پنا غواړم ستا د عذاب څخه ، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب ، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته ، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندې کړي!!!

ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنى د ګناه نه د خلاصون شپه ددى شپي خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کى په لاندى ډول دى :

1:- دوه رکعته نفل بيا سوره يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول

2:-دوه رکعته نفل بيا سوره يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول
3:-دوه رکعته نفل بيا سوره يس او بيا لوى عمر لپاره دعا کول

ګرانو دوستانو : ويل کيږي چي د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير ليکل کيږي او دعا کولي شي د انسان تقدير ته بدلون ورکړي نو هيله ده چي په دي شپه کي الله ته عبادت وکړي او د افغانستان لپاره دعاګاني وکړي. د ټول مسلمان امت ، د اتفاق لپاره دعا وکړى دوستان موږ هم دعا کى ياد کړى
مونږ ته هم پکې يوه د خير او برکت دعا وکړي❤❤


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯    
@HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


Репост из: ⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
╭═✦●🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃●✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦●🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃●✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


د برات شعبان شپه

د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کی
الله تعالی ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.
امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدي شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یی د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله تعالی ﷻ خبر پایله به یی څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي!!!

حضرت علی رضی الله تعالی عنه په دې شپه د باندی راووت او په ژړا یی، اسمان ته کتل او ویل به یی ای الله تعالی ﷻ نن تاته اعمال وړاندی کیږی ، چی د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي!!!

صحابه راغلل له رسول اللهﷺ څخه یې و پوښتل، چی
اې! د الله تعالی رسوله کله چی د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورڅ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟ د الله تعالی رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دی لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عمل نامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عمل نامه کې په روژه باندې شي. د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې د دې لپاره عبادت کوم او په ویښه یې تیروم چی دا مې خوښیږي چې کله می الله د کال په اخیر کی اعمال وړاندی کېږي نو هغه مې هم په عبادت کی تیره شي او په عمل نامه کې مې اخیر عمل عبادت وي!!!

د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به دبرات ( شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله ، عایشه (رض) وایی په دې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کاوو او کله به یې چې سر په سجده کیښودو دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې الله مکړه هغه روح قبض شوی دی ، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړه وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی ، او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه ، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب ، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته ، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندې کړي!!!

ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنى د ګناه نه د خلاصون شپه ده


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯    
@HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉






دلته ټول ملګري ورشئ خوندور او ګټور لیکل نشرېږي مننه❤


Репост из: اتل هجران
https://t.me/Hejran_MU313


؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
د نصف شعبان پنځلسي ( شب برآت )
فضائل!
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
🔊 مـــدلل جــــــواب 🔊
؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
مفتی حڪیم الله صابر الحنفی صاحب
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
ٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔🎶...۔ٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ‌
🌹؛🌹
@HabibiAbrar 🌹؛🌹
☝️رابـــــــــطه ☝️
؛------------------------------------؛
نشــــرڪـــونـــڪی اداره
عبـــرتناڪه ڪـــیسی اوحـــدیثــــونه
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
مسؤل خادم حبیـبی ابرار غفرله الباری
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘


Репост из: ⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
╭═✦●🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃●✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦●🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃●✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


(د شعبان پنځلسمه یا د براءة شپه په عبادت کې روڼول د څلورو مذهبونو په رڼا کې!!

لیکوال: منهاج الطالبین "الشافعی" (حفظه الله)

① حنفي مذهب:
امام شرنبلالي رحمه الله په "مراقي الفلاح" کې فرمایی:
”(و ) يندبُ إحياءُ ( ليلةِ النصف من شعبانَ ) لأنها تكفِّرُ ذنوبَ السَّنة…ومعنى القيامُ أن يكونَ مشتغلاً مُعظمَ الليلِ بطاعةٍ ..” [1/ 151]

ژباړه: "د شعبان د میاشتې پنځلسمه شپه په عبادت لمانځل مندوب او مستحب دی؛ ځکه دا د یوکال ګناهونه ریژوي او د قیام معنی داده: چې د شپې زیاته برخه په عبادت کې تېره کړی "
بل ځائ فرمایي:

”و” نُدبَ” الاغتسال”في ليلةِ براءة” وهي ليلةُ النصفِ من شعبانَ لإحيائِها وعِظم شأنها إذ فيها تقسَّمُ الأرزاقُ والآجالُ”. [1/ 48]

"د برائت په شپه کومه چې د شعبان د میاشتې پنځلسمه شپه ده، د دې شپې د عظمت شان او احیاء (روڼول) په خاطر غُسل کول مستحب دي؛ ځکه په دې شپه کې د مخلوق د رزق، د مرګ او ژوند نېټې او اجال تقسیمیږي. "

② مالكي مذهب :
په حاشية د دسوقي المالكي کې [1/399] راغلي :
"( قوله وندب إحياء ليلته ) أي لقوله عليه الصلاة والسلام { من أحيا ليلة العيد وليلة النصف من شعبان لم يمت قلبه} "

د شعبان د پنځلسمې شپې روڼول په عبادت باندی مستحب د د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې حدیث له وجې جی مبارک صلی الله علیه واله وسلم فرمایی: {څوګ چې د اختر او شعبان د پنځلسمې شپه په عبادت روڼه کړي زړه به یی کړ نشي. }

③ شافعي مذهب:
امامُ النوويُّ رحمه الله فرمایی:
”وَاسْتَحَبَّ الشَّافِعِيُّ وَالْأَصْحَابُ الْإِحْيَاءَ الْمَذْكُورَ مَعَ أَنَّ الْحَدِيثَ ضَعِيفٌ لِمَا سَبَقَ فِي أَوَّلِ الْكِتَابِ أَنَّ أَحَادِيثَ الْفَضَائِلِ يُتَسَامَحُ فِيهَا وَيُعْمَلُ عَلَى وَفْقِ ضَعِيفِهَا وَالصَّحِيحُ أَنَّ فَضِيلَةَ هَذَا الْإِحْيَاءِ لَا تَحْصُلُ إلَّا بِمُعْظَمِ اللَّيْلِ "

ژباړه: امام شافعی او د هغه د مذهب ملګري د یادې مذکورې ( شپې روڼول) که څه هم په دې اړه راغلي احادیث ضعیف دي خو مسحب یی ګڼي ځکه مخکې د کتاب په اول کې دا خبره تیره شوه چې د فضائلو په هکله راغلو احادیثو کې به تسامح (سختی نه کیږي) او د هغو د ضعیفوالي سره به پرې عمل کیږي.
صحیح خبره داده چې د دغې شپې فضیلت به هلته لاسته راوړلی شي چې د شپې اکثره برخه په عبادت کې تېره شي.
المجموع شرح المهذب [5/ 43]

④ حنبلي مذهب:

علامة البهوتي رحمه الله تعالى فرمایي:
”ولا يقومُهُ كلَّه-يعني الليلَ- إلا ليلةَ عيدٍ، ويتوجَّهُ ليلةُ النصفِ من شعبان”.

ژباړه: ټوله شپه دې عبادت نه کوي ماسېوا د اختر شپې نه او چې د شعبان د پنځلسمي شپه شي. "
الروض المربع للبهوتي [118]

وګورۀ! شرح منتهى الإرادات [1/251]
هغه فرمایي : “( وأما ليلة النصف من شعبان ففيها فضل وكان ) في ( السلف من يصلي فيها…”

ژباړه:" هر چې د شعبان پنځلسمه ده نو په هغې کې بهتري ده او په سلفو کې دا سې څوګ هم ول چې په دغه شپه به یی لمونځونه کول. "
كشاف القناع[1/ 444]

د هغو علماؤ له جملې څخه چې د دغه شپې، د عبادت مستحب والې مني، ابن تيمية رحمه الله دی، هغه داسې فرمایی:

- مسألة: في صلاة قيام النصف شعبان؟ الجواب:
" إذا صلى الإنسان ليلة النصف وحده، أو في جماعة خاصة كما كان يفعل طوائف من السلف، فهو أحسن. والله أعلم "

ژباړه: د شعبان د میاشتې د پنځلسمې شپې د لمانځه د قیام په اړه پوښتنه؟
نو جواب دادی: کله چې انسان د شعبان په پنځلسمی شپه کې ځان ته لمونځ کوي یا یی د یو ځانګړي جمعې سره کوي لکه څنګه چې په سلفو کې زینو طائفو کاوه، نو دا ډیر خایسته او احسن کار دی. والله اعلم.

الفتاوى الكبرى لابن تيمية [2/ 262]
ومجموع الفتاوى [23/ 131]

په مجموع الفتاوي [23/ 132] کې فرمایي :

" وأما ليلة النصف فقد روى في فضلها أحاديث وآثار ونقل عن طائفة من السلف أنهم كانوا يصلون فيها فصلاة الرجل فيها وحده قد تقدمه فيه سلف وله فيه حجة فلا ينكر مثل هذا.

ژباړه "هر چې د شعبان د میاشتې پنځلسمه شپه ده نو د فضیلت او بهتری په اړه یی ګڼ احادیث، اثار د صحابه وو او دسلفو د یوې ډلې نه روایتونه راغلي چې هغوئ به په دغه شپه (پنځلسمه د شعبان) لمونځونه کول، نو که یو سړی په دغه شپه ځان ته یواځې لمونځ کوي نو صحیح ده ځکه په دې عمل کې له هغه نه مخکې سلف تیر شوي نو د هغوئ په عمل کې ورته دلیل شته او په داسی مسائلو د انکار څه مجال نشته. ".
پائ.

د الدال علی الخیر کفاعله باندی عمل لپاره پوسټ درسره شېر کړئ څو تاسو او مونږ لپاره صدقه جاریه وګرزي!


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯    
@HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


Репост из: ⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
╭═✦●🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃●✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦●🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃●✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


د برات پنځلسمه شپه او فضائل یې
سوال: موږ د برات په پنځلسمه ورځ باندي روژه نیسو، ځیني علماء وايي چي دا روژه نیول بدعت دی، که برات د پنځلسمې شپې او ورځې په هکله مکمل معلومات راکړئ مهرباني به مو وي.
ځواب: عبدالغفار جُبیر
د برات و پنځلسمې شپې ته (لیلة براءة) وايي، د (براءة) معنا ده صفا کول او پاکول، دا چي په دغه شپه خدای جل جلاله د خپلو بندګانو ګناهونه بخښي او پاکوي نو ځکه ورته د (براءة شپه) وايي، په احادیثو کي داهم راځي چي په دغه شپه کلنۍ فیصلې تجدید کیږي چي په قرآنکریم کي هم راغلي دي په سورة دخان کي (فیها یُفرق کل امر حکیم)
ددې شپې په فضلیت کي د لسو صحابه کرامو څخه روایت نقل سویدي، ام المؤمنین حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها وايي چي د برات د پنځلسم په شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم پر خپل ځای نه وو ما چي کله تلاش وکړ دی صلی الله علیه وسلم د جنة البقیع په قبرستان کي وو، او بیا یې ماته و فرمایل چي نن شپه د قبیله بی کلب د وزو (بزو) د وېښتیانو په اندازه ګناهکاران خدای پاک بخښي ( ان الله تعالی ینزل لیلة النصف من شعبان الی السماء الدنیا فیغفر لاکثر من عدد شعر غنم کلب . رواه ترمذی، محمد بن ماجه) ، په بل روایت کي راځي چي په دغه شپه ستاسو اعمال پورته کیږي او ستاسو رزق را کښته کیږي، په بل روایت کي راځي چي ټول انسانان بخښل کیږي البته دغه (۷) ډلي نه بخښل کیږي لکه مشرک، و والدینو نا فرمان، کینه کونکی، شرابی، قاتل، چغلخور او هغه کس چي پايڅې یې تر بجلکو کښته وي (البته نارینه).
دغه اعمال وکړی:
۱: په دغه وخت کي و قبرستان ته ولاړ سی او خبلو مړو ته دعاء وکړی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل دا کار کړیدی. نور شمع لګول یا د شریعت خلاف کار کول دا ټول حرام دي.
۲: په دې شپه نفل، اذکار، تلاوت کولای سی، خو داسي به نه کوی چي سره یوځای سئ او نفل په جماعت وکړی بلکي هر یو دي پخپل کور کي اداء کړي. نفل په جماعت نه دي جائز.
۳: په دې ورځ روژه نیول مستحب ده دا ځکه چي یو خود حضرت علی کرم الله وجهه روایت دی ( اذا کانت لیلة النصف من شعبان فقوموا لیلها و صوموا نهارها .....ابن ماجه والبیهقی فی شعب الایمان) او بل رسول الله صلی الله علیه وسلم د هرې میاشتی ایام البیض روژې نیولې.
يادونه : موږ هم پخپلو دعاوو کي مه هېروٸ .


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯    
@HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
هیله ده جوړ روغ او صحتمند وئ ګلونو ملګرو دلته به تاسې ته وخت په وخت نوې ترانې، نظمونه، تقریرونه او خوندور معلومات نشریږي تمه ده حوصله راسره وکړئ.
ورور مو (عزت الله عمیر افغان)❤

https://t.me/Ezatullahoma


Репост из: ⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
╭═✦●🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃●✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦●🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃●✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


که چا د روژې زیری وکړئ ...

سوال: یوه خبره پر ټولنیزو رسنیو باندي عامه ده، چي وايي: که چا د روژې د میاشتي زېری ورکړئ پر هغه باندي جهنم حرام دی، ایا دا حقیقت لري؟ ایا دا حدیث دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
دغه کوم حدیث نه دی چي خلک وايي: ((من اخبر رمضان اولاً حرام علیه نار جهنم.))
ژباړه: چاچي د لومړي ځل لپاره د روژې د میاشتي زېری ورکړ پر هغه جهنم حرام دی.
دا نه حدیث دی نه د احادیثو په کتابو کي سته، په دې خبره کي څو مهم ټکي په یاد ولرئ:
۱: که چیري صرف د روژې د میاشتي په لیدو سره یو کس د جهنم د اور څخه خلاصیږي، نو بیا د روژو د نیولو اړتیا نسته.
۲: دا په ښکاره ډول سره پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي درواغ تړل دي او خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي:
من کذب علی متعمداً فلیتبوأ مقعده من النار. صحیح بخاری: ۱۲۹۱، صحیح مسلم: ۹۳۳)
ژباړه: هغه څوک چي په قصد سره پر ما باندي درواغ و تړي د هغه ځای دوږخ دی.
۳: غیر مسلمانان، مستشرقرین او ملحدین کوښښ کوي چي ځیني داسي خبري و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوبي کړي، تر څو اسلام او مبارک احادیث بدنام کړي.
۴: د مستشرقینو ، ملحدینو او غیر مسلمانانو ددې خبرې څخه دا معلومیږي، چي دوی مسلمانانو ته وايي چي داسي اسانه له جهنم څخه خلاصېدای سئ، نو بیا په دې ګرمۍ او یخني کي د روژې نیول څه معنا؟
۵: و مسلمانانو ته پکار ده چي کله په ټولنیزو رسنیو کي داسي یو خبر واوري باید شیر او نشر یې نکړي، تر څو له علماء څخه یې معلومات نه وي اخستئ، ځکه (نقل کفر کفر باشد).
یادونه: کوښښ وکړئ دغه پېغام تر خپل وسه پوري نشر کړئ تر څو وروڼه او خویندې ورڅخه خبر سي.


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯    
@HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


په سر باندې یې تاو کړل نن د سپینې پګړۍ ولونه
ښایسته لکه ګلونه!
بچــي دې مــــــدرســــې دي قېمتي لـــــکه لعلونه
ښایسته لکه ګلونه!
رودلې یـې شیدې
دې عــــلم لـه ادې
سپڅلی یې مسیر
قـــوي یې عقیدې
بدل به نه شي هېڅ که پرې شي تېر میاشتې کلونه
ښایسته لکه ګلونه!
راټول نــن عالمان
دې عـلم خاوندان
غوړېږي څو ګلان
زمونګ د ګلستان
عجیبه غوندې کیف دی شول مې هېر ټول محلونه
ښایسته لکه ګلونه!
راغلي یــــې دوستان
دي ناست ې استادان
راوړي ورتـــــه ګلونه
له هــر ځایه خپلوان
مسکي مسکي روان ږدي پــــــه سپڅلې لاره پلونه
ښایسته لکه ګلونه!
فـــــارغ لـــه مــــدرسې
شــــوې ښکلې ې سینې
اوبه شول دوی ښه سم
دې علم لــــــــــه چینې
هــــر یــوه ته مبارک شــه ښکاري ستوري مشالونه
ښایسته لکه ګلونه!
ســــــاتي به دوی ممبر
پــــه بیه د خپل ســــر
پـه تن یې سپین لباس
ځلېږي لـــــــــــــکه لمر
قــــربان احسان الله عزیره! دا نــــــــــــوي نسلونه
ښایسته لکه ګلونه!

احسان الله عزیر


د فیسبوک اکونټ مې خراب شوی دامې نوی جوړ کړو ټول بلنې راولیږئ او ټول راته یو یو اعلان وکړئ😔




النبوي اداره یي وړاندي کوي

کسر...
ديوي حجري اوسنګریاره
راځه مي ترمزاره چي هيرمی نه کړي
که تيری دي په بره لاره راځه مي ترمزاره
چي هيرمي نه کړي


آواز :
مولوي سید رحمت سعید
شاعر : احسان الله عزیر
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131

Показано 20 последних публикаций.