قدمونه په احتیاط ږدئ فکري جنګ دی
ډیـر خـطر پکې د فـکر او فرهنګ دی
هسې نه چې په خوږو لفظو غلط شئ
جهان وینئ چې روان څومره په څنګ دی
په لمنه یې تور داغ نه شئ ملګرو
امـــارت لــوی امــانــت د یـو ملنګ دی
دا وطـــن، د پـردو ګـور د خپلو کـور دی
هر یو کـاڼی، یې پـه وینو باندې رنګ دی
زموږ هېواد د خپل غیرت کیسې کړي خپله
کلی ړنګ، مدرسه ړنګه، مسجد ړنګ دی
پـه پېړۍ کې یې کـړه دری وار نـړۍ مـاته
اې عزیره! فیض د تورې د تېز شرنګ دی
احسان الله عزیر