د اصلاح نیت
ناست پرون سنګر کې نن دفتر کې مسلسل کار دی
دا د ازمایښت نوی پړاؤ دی او دا بل کار دی
څؤک به د پرون ډرون لولپه یار وینې خرڅي کړي!؟
مونږ خوې تصور هم کوی نۀ شو ستاسو خپل کاردی
ځان ددې مظلوم اولس نه جګ بلل دا نه ده کار
ځان ددې اولس د هر یو فرد نه ټیټ ګڼل کار دی
تۀ چې منې سختې او دفاع د خپل وطن کوې
تۀ پوهېږې دا د یو عادل او د آتل کار دی
دا وطن لۀ ما او تا نه کار غواړي خدمت غواړي
دا نۀ د اوچا نۀ د متَحدِ ملل کار دی
مونږ به د اصلاح پۀ نیت قلم فکر خادم ساتو
زمونږ پۀ وس خو خاص رسانه یاره! د غزل کار دی
عبدالستار رسان