د شهادت مینه
خدا زده چې ولې دې نعمت باندې و نه ارزېدم
پۀ ستـر انعام د شهادت باندې و نه ارزېدم
پۀ یو تکبیر تر عرشه تګ ؤ لنډه لاره وه خو
زۀ ددې لارې فضیلت باندې و نه ارزېدم
یا خو ریاء وه یا آرمان د شهادت ضعیف ؤ
چې دې ځانګړي سعادت باندې و نه ارزېدم
زۀ ګناهګار ومه بېشکه لۀ عصیانه ډک ؤم
زۀ یې وړ نه وم دې لیاقت باندې ونه ارزېدم
د ګناهونو پېټې بار مې پر اوګو ؤ خدایه
چي د لقاء ستا پۀ قیمت باندې و نه ارزېدم
رسان نیازیه تمنا به یې ساتمه زړۀ کې
که یې د وصل پۀ رحمت باندې و نه آرزېدم
عبدالستار رسان
خدا زده چې ولې دې نعمت باندې و نه ارزېدم
پۀ ستـر انعام د شهادت باندې و نه ارزېدم
پۀ یو تکبیر تر عرشه تګ ؤ لنډه لاره وه خو
زۀ ددې لارې فضیلت باندې و نه ارزېدم
یا خو ریاء وه یا آرمان د شهادت ضعیف ؤ
چې دې ځانګړي سعادت باندې و نه ارزېدم
زۀ ګناهګار ومه بېشکه لۀ عصیانه ډک ؤم
زۀ یې وړ نه وم دې لیاقت باندې ونه ارزېدم
د ګناهونو پېټې بار مې پر اوګو ؤ خدایه
چي د لقاء ستا پۀ قیمت باندې و نه ارزېدم
رسان نیازیه تمنا به یې ساتمه زړۀ کې
که یې د وصل پۀ رحمت باندې و نه آرزېدم
عبدالستار رسان