نعت شریف
صلی الله علیه وآله وسلم
ستا عشاق واړه ستا د عشق پۀ رنځ بیمار پراتۀ دي
پۀ اُمید ستا د وصال ړنګ پۀ هره لار پراتۀ دي
چي ستا پۀ ښکلي مبارک فکر کې یم به که نه
زْما خو د زړۀ رګونه ستا پۀ درود مهار پراتۀ دي
ګناهګار زړۀ ته قناعت پۀ شفاعت ورکوي
لۀ عصيان ډک زړونه مو تا ته اُمیدوار پراتۀ دي
ستا تر دیاره او تر کلي پورې نه رسیږي
بس قدمونه مې وصال ته انتظار پراتۀ دي
ستا د دیدار ارمان ته دومره تلوسه لري چې
ټول ارمانونه یې همدې ارمان ځار پراتۀ دي
نور خو دي وس رسان نیازی د تقریظ نه لرمه
ذهن مې ډک دی پکې ستا بۀ نوم اشعار پراتۀ دي
عبدالستار رسان