هیلي مي میراتي سوي او هیلي مي نیمګړي سوي
ژونده د ارمان غوټي مي ګل نه سوی نا هیلي سوی
سند د مایوسي کي مي لاهو سوه ارمانونه ټول
اوس نو د غمو قافلي زړکي لا پیاوړي سوي
ټوله زندګي مي د غمونو میلمنه سوله
ولاړي د خوشي قافلي ولاړلي او لیري سوي
درد مي سینه و نیول او زړه مي سو زخمي زخمي
نه یی سته علاج په طبیبانو مي پښي ستړي سوي
دا دنیا مغفور میوندي امتحان ده هر چاته
څوک پکښي کامیاب سوه او دچا په سر لوخړي سوي
مغفور میوندي