غزل: محمد حسن عمري
حسومه له زخمي، زخمي خبرو آینې
لګېدلي دي د جبر په ډبرو آینې
حیف دی، ولې ړندوو خپلې ډېوې د خپل مالت
ولې پلورو د بلاوو په لښکرو آینې
په نغمو، نغمو به ویښې کړي غافلې زمانې
که خوندي شي له منتره د کوډګرو آینې
جنتي رخسار یې ساتي د دوزخ وړې ډېوې
زما فکر دېوانه کړي، د دلبرو آینې
له جمال او له جلال یې غورځېدلې وې پردې
خرڅېدلې په بازار کې په سندرو آینې
د څهرو کندې کپرې پکې ورکې عمري
ژبې نه لري د وخت د زورورو آینې
د ګلبڼ زمزمې. (249)
حسومه له زخمي، زخمي خبرو آینې
لګېدلي دي د جبر په ډبرو آینې
حیف دی، ولې ړندوو خپلې ډېوې د خپل مالت
ولې پلورو د بلاوو په لښکرو آینې
په نغمو، نغمو به ویښې کړي غافلې زمانې
که خوندي شي له منتره د کوډګرو آینې
جنتي رخسار یې ساتي د دوزخ وړې ډېوې
زما فکر دېوانه کړي، د دلبرو آینې
له جمال او له جلال یې غورځېدلې وې پردې
خرڅېدلې په بازار کې په سندرو آینې
د څهرو کندې کپرې پکې ورکې عمري
ژبې نه لري د وخت د زورورو آینې
د ګلبڼ زمزمې. (249)