نيمروز والي د انساني قاچاق مخنيوي لپاره له اړوندو مسؤولينو سره غونډه وکړه
يکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ ھ ش
https://chat.whatsapp.com/KrnHHVvcu9K5GzcLZpBIL5
نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد له مرستيال والي، امنيې قومندان، د محکمې له رئيس او یو شمېر نور مسؤولینو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د انساني قاچاق مخنيوي لپاره د صادر شوي فرمان پلي کولو په موخه غونډه وکړه.
نیمروز والي په دې غونډه کې د ياد فرمان پر بشپړ پلي کولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د انساني قاچاقو بد عواقب دې د جوماتونو له ممبرونو او مطبوعاتو له لارې ولسونو سره شریک شي.
ښاغلي خالد همدارنګه په دې ولايت کې د مشرتابه محترم مقام د فرمان پر بنسټ په دې ولايت کې پر انساني قاچاق بنديز ولګاوه او وې ويل، چې له دې وروسته هېچاته د (ډک) له لارې د انساني قاچاق اجازه نه ورکول کيږي.
په دې غونډه کې يوه کمېټه وټاکل شوه، چې ولسونو ته د انساني قاچاق د زيانونو په اړه معلومات ورکړي او د دې ناوړه پديدې په مخنيوي کې له ولايتي ادارې سره همکاري وکړي.