شاعرمحمدعلیم بسمل


Гео и язык канала: Иран, Фарси
Категория: Религия


السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
❦ښه راغلاســـ❧ــــت❦
❦دلتـه به❧تاسـوتـه❦
❦شـــــــ❧ـــعرونه❦
❦بیتـــــًـ❧ــــونه❦
❦غزلْـــ❧ــــونه❦
❦نــظـ❧ـمـونه❦
❦نـ❧ـشر سي❦
شـاعـــر:مـــحــمــدعلیــم بــسمل
👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻
https://t.me/MuhammadAlimbismel

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Гео и язык канала
Иран, Фарси
Категория
Религия
Статистика
Фильтр публикаций




زما زړګی لکه په کلي کې د اوړی جومات
خپله هم نه ورځم او نه پکې امام لرمه

عشق دومره کم لکه د وخت د مومنانو امام
ښکلو ته اوس یوازې زړه کې احترام لرمه
#بسمل
https://t.me/MuhammadAlimbismel


ماته يو ښکلى پۀ خندا شو خو ما سخت وژړل
پۀ دې افسوس چې مې دمينې زمانه تيره وه

غــــږ: بشيراحمداحمدي
بدرګه: زینت الله ځېرک
شاعر: محمدعلیم بسمل
https://t.me/MuhammadAlimbismel


بيا مې تکرار کړې ده خطا، کیسه خرابه ده
بيا مې زړه بايللی دی او بيا کيسه خرابه ده

شېخه وخت اخر دی، ته په خپل ځان باندې پام کوه
ما پسې به نه ګرځې، زما کيسه خرابه ده

شپه شوه، د يو چا د مسينجر غمی لا شين نه دی
بيا به انتظار وي تر سبا، کيسه خرابه ده

عشقه چې ته نه یې، ژوند په يوه روپۍ هم نه ارزي
ښکليه چې ته نه یې، د دنيا کيسه خرابه ده

ما خو وېل بسمله! چې په خوله هسې نارې وهې
زړۀ دې چې بايللی دی، نو بيا کيسه خرابه ده
#ملابسمل
https://t.me/MuhammadAlimbismel


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
ترانه ویونکی
قاري مزمل آغا خلیل
شاعر:-محمد علیم بسمل

سهار راشم اوبیگا در پسي مړ شم
را ژوندی شمه او بیا در پسي مړشم
https://t.me/MuhammadAlimbismel


زه د خدای په رنګ کې رنګ يم؛ د یوې ډلې هم نه یم
که نا اشنا يم مؤمنانو! یو دې داسې هم په کې وي

د رقیب کړنې به زغمو، په مرګي مو پېرزو نه دی
دا خو ژوند دی ای يارانو! یو دې داسې هم په کې وي

ما به خدای بخښي شېخانو! خالي لاس به ځم جنت ته
خدای به وايي جنتيانو! یو دې داسې هم په کې وي

دا به هم د خدای تقدیر وي؛ چې دا کوږ لرګی سيخ نه شو
بسمل پرېږدئ ملايانو! یو دې داسې هم په کې وي
#بسمل
https://t.me/MuhammadAlimbismel


❤😘
نه یم ټول دانه دانه یم آو ښه ډير یم.
زان پسې زره زره یم آو ښه ډیر یم.

غږ مولوي عبد الصمدصميم
کلام :- محمد علیم بسمل
https://t.me/MuhammadAlimbismel


دا کتاب د امام رباني (سید احمد سرهندي) صیب د څلوېښتو مکتوبونو مجموعه ده، چې بنده انتخاب کړي او پښتو ته یې ژباړلي.
که د (شریعت او طریقت تلازم) نوم ورباندې کېږدم ځکه بې ځایه نه ده، چې یوازې مې دهمدې موضوع اړوند مکتوبونه غوره کړي.
صوفیانو حضراتو! دعاوې کوئ چې چاپ شي.

یادونه: دپوښتۍ ډیزاین موقت دی.
#ملابسمل
https://t.me/MuhammadAlimbismel


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
https://t.me/MuhammadAlimbismel

#ملابسمل


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
تکل مي کړی چي تر خدایه پوري ورسېږم
خو چي ترڅو پوري دا ښکلي وي ګمان نه کوم
#ملابسمل
https://t.me/MuhammadAlimbismel


در ومې نه کتل ونه درېدم لاړم درنه
کهٔ دې هر څو وویل چې دایم در روانه یمه

رب دې قبوله کړي زما دا بزرګي او تقوای
خو که رښتیا ووایم سخت پرې پښیمانه یمه
#بسمل
https://t.me/MuhammadAlimbismel


نن په عامه کتابتون کې د (پېنځمې پېړۍ مجدد) مخکتنه ده چې د عامه کتابتون د مشرتابه له خوا جوړه شوې، هیله ده چې پخپل حضور سره یې ښکلې کړئ.

د غونډې په پای کې مازدیګرنۍ په پام کې نیول شوې ده.

د حکمت خپرندويه ټولنې کتابونه به په غونډه کې ځانګړي تخفیف سره هم ترلاسه کړئ!

پته: د دارالامان سړک، د حبیبیې لېسې شمالي کوڅه، د اوومې ناحیې څنګ ته، څلورم کور، عامه کتابتون
نېټه: د وږي (سنبلې) ۱۳مه، سه شنبه، د ماسپښین ۲:۰۰ بجې
#الله_موراوله
https://t.me/MuhammadAlimbismel


په هر زړه ګي کې ځان ته ځای پیدا کول پکار دي
له هر یو ښکلي سره تار پکار دی کار پکار دی

د وروځو تورې دې ساتلي کومې ورځې ته دي
خو په یو زړه باندې ګوزار پکار دی کار پکار دی
https://t.me/MuhammadAlimbismel


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
کبر دې نه کېږي، توبه له ناشکري ملګرو
څو مې چې مور مړه ده، ژوند خوند نه راکوي ملګرو

#بسمل
https://t.me/MuhammadAlimbismel


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
دا ستا مينه په مینو کې مینه
ای د ټولو حسینو حسینه!

نعت ویونکی: مولوي محمدطاهر بهار
شاعر: مولوي محمدعلیم بسمل
https://t.me/MuhammadAlimbismel


مسلمانانو نه همدغه توقع ده زما
چې حسین مړ کړي او حسن په نیمه لار پرېږدي

وخت به دې داسې نا آشنا کوڅې ته را ولي چې
فکر دې وتمبیږي عقل دې هم کار پرېږدي

داسې خلک هم شته چې علي د خدای لپاره وژني
سړی مجبورشي په ښو خلکو اعتبار پرېږدي

ظالمه تا د اسلام دین دومره آسانه پرېښود
دومره آسانه خو په خدای که څوک نسوار پرېږدي

پخوانی
https://t.me/MuhammadAlimbismel


د پېنځمې پېړۍ مجدد چاپ شو.

الحمد لله الذی بنعمته تتم الصالحات

ډېر ژر به ولایتونو ته هم ورسیږي،خو فی الحال په لاندې پته پیدا کیږي.

جاده ميوند سر چوک زير زمينی عمر علي پلازه کابل.

له ښاغلي مولوی صبغت الله وصیل،پوهنمل اجمل ښکلي او نقیب عزیزي نه مننه چې د کتاب په تصحیح او اډېټ کې یې مرسته را سره وکړه.
له خپل درانه استاد اسدالله غضنفر نه بیاهم یوه ځانګړې مننه چې سره له ډېرو بو ختیاوو یې د بنده کتاب ته وخت ورکړ، که د استاد تر سترګو نه وای تېر شوی ډېرې سترې تېر وتنې به پخپل حال پکې پاتې وې.
https://t.me/MuhammadAlimbismel


دا ستا مينه په مینو کې مینه
ای د ټولو حسینو حسینه!

نعت ویونکی: مولوي محمدطاهر بهار
شاعر:-محمدعلیم بسمل

https://t.me/MuhammadAlimbismel


#بسمل

کسر
زۀ خو يې پيژنمه ګل دی پۀ تاګران هم دی
پۀ نوم دپاڼو يې لاسونودکې ګریوان هم دی

"ترانه ويؤنکي
بشیراحمد نعمانی
سیف العمر امارتي
شاعر:-محمدعلیم بسمل
https://t.me/MuhammadAlimbismel


چاته آذان کوې بلاله امت باد وړی دی
څوک به راپورته کړې له خوبه ملت باد وړی دی

سپی یې تړي او خر یې بېرته خلاصوي له قیده
په دې ځنګل کې د زمریانو حیثیت باد وړی دی*

که جنتي شي او دکهف د اصحابانو هم شي
سپی بیا هم سپی دی عارضي فضیلت باد وړی دی

یا خو د ښکلو په خندا کې پخوانی خوند نشته
یازه سپین ږیری شوم او یا محبت باد وړی دی

ځې په حرامو پیسو حج ته شیطانان هم ولې
ملا بسمله د انصاف عبادت باد وړی دی
#بسمل
https://t.me/MuhammadAlimbismel

Показано 20 последних публикаций.

4 433

подписчиков
Статистика канала
Популярное в канале