Фильтр публикаций


‏ویل کیږي دا په انځور کې ناست سړی په غزه کې
د روان ترینګلي حالت يو تن ډاکټر دی.
دا ډاکټر وايي چې هغه وخت مې ډېر وژړل کله چې د یو ماشوم خواته د هغه د درملنې لپاره ورغلم، هغه شدید زخمي و، خو د دې باوجود یې د ډوډۍ غوښتنه وکړه.

متعال ربه!
د غفلت او بېغيرتۍ په خوب ويده امت راويښ کړه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
https://x.com/Haqparast313313?t=fQ_zVDGtln3OEEeCXIK2JQ&s=35




په مسجد نبوي کې چې کله د رسول اللهﷺ قبر مبارک ته مخامخ د سلام لپاره ودرېږې نو شاته (د قبلې طرف ته) دغه کړکۍ ښکاريږي، دا کړکۍ څه کيسه لري؟
ولي ۱۴۰۰ کاله وروسته هم پرانيستې ده؟
په لاندې ليکنه کې يې لولو:

‏د نبوي مسجد پر ديوالونو، ځانګړي رنګونه، پر ځمکه يې معلوم نقشونه او دمسجد پر ستنو نښې نښانې يوه بېله- بېله کيسه لري.
دغه کړکۍ د يوه جليل القدر صحابي هغه وعده زباتوي چې خپلې لور ته يې ورکړې وه چې دا کړکۍ به د تل لپاره پرانيستې وي!
کيسه داسې وه چې د امير المؤمنين عمر رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې د نبوي مسجد د توسعې او پراختيا لپاره اړتيا شوې چې ځينې کورونه ونړوي؛ د حفصه بنت عمر رضي الله تعالی عنهما حجره هم په دې نوملړ کې وه، دا کومه عادي حجره نه وه! دلته د حفصې رضی الله تعالی عنها محبوب او خاوند سرور کائنات ﷺ ورسره شپې تيرې کړې وي، دا پريکړه اسانه نه وه
‏د وخت اميرالمؤمنين د خپلې لور کورته ورغی تر څو هغه حجره ورته وسپاري چې د خپل ژوند له شريک سره يې د ژوند تر ټولو خوږې شپې او ورځې پکې تيرې کړې!
ام المؤمنين حفصې رضي الله عنها ددې غوښتنې په اورېدلو سخت ډير وژړل او له دې کار څخه يې په کلکه انکار وکړ.
عمر فاروق رضي الله عنه بيا هم هڅه وکړه خو ځواب به منفي وو، بالاخره يې خپل زوی عبدالله ځان سره کړ او دا ځل يې ډير ستر وړانديز ورکړ تر څو حفصه رضي الله عنها راضي کړي، دا ځل عبدالله ابن عمر رضي الله عنه ددې د حجرې په مقابل کې تر خپل کور چې د حجرې څنګ ته وو تير شو خو حفصې رضی الله عنها بيا هم يو شرط پرې اضافه کړ چې د عبدالله ابن عمر له کوره به يوه درېڅه د رسول اللهﷺ د قبر او روضې لورې
ته ور خلاصوي او دا به هيڅ کله نه تړل کيږي.
عمر رضي الله عنه هم وعده ورکړې چې دا دريڅه به د تل لپاره خلاصه وي.
‏د نبوي مسجد پراختيا په تيرو ۱۴۰۰ کلونو کې څو څو ځله وشوه ډير حکومتونه تېر شول او د نبوي مسجد لمونځ کونکو او زائرينو ته زياتې اسانتياوې رامنځته شوې خو دغه کړکۍ او درېڅه هيچا هم ونه تړله، ځکه ددې دريڅې د پرانيستې پاتي کيدلو وعده د وخت اميرالمؤمنين عمر الفاروق رضي الله عنه ورکړې وه.
د #سېرت_له_دريڅې
#سېرت
ژباړه: (حمدالله فطرت)






‏وتلی تابعي معاوية بن قرة(وفاة:١١٣هـ)، رحمه الله وایي:
د قیامت په ورځ به له روغ بې کاره کس سره تر ټولو زیات حساب کیږي! اقتضاء العلم العمل، للخطیب البغدادي (مخ:١٠٣).
یعني چې صحتمن یي او بیا هم نه د دنیا کار کوي او نه د دین؛ له ده سره به د اخرت په ورځ اوږده حسابونه کیږي! الله دې موږ تل د خیر په چارو کې بوخت لري.

د حدیثو وتلی شارح، علامة عبد الرؤف المناوي رحمه الله وایي : څوک چې ورځ په داسې حالت کې تېره کړي چې کوم حق ادا نه کړي، نه کوم فرضي کار سرته ورسوي، نه کوم ښاغلیتوب ترلاسه کړي، نه کومه ستاینه ترلاسه کړي، نه کوم د خیر کار ترسره کړي او نه څه علم ترلاسه کړي؛ نو د ورځي حق یې ادا نه کړ او پر ځان یې ظلم وکړ. فيض القدير (6/ 28).

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
https://x.com/Haqparast313313?t=fQ_zVDGtln3OEEeCXIK2JQ&s=35




یوه ورځ یو کافر راغی او ابراهیم علیه السلام یې په څپېړه وواهه، ابراهیم علیه السلام ورته وویل:
زما د اللّٰه ﷻ سره وعده ده چې کله هغه ماته قدرت راکړي، نو زه به د خپلې څپېړې غچ درڅخه اخلم.
په دې وخت کې خلکو دې کافر ته وویل:
تاخو د اللّٰه ﷻ پیغمبر وواهه، اللّٰه ﷻ به درباندي په
قهر شي.
نو دا کافر سمدستي د ابراهیم علیه السلام کور ته ورغی، خپل سر یې د ابراهیم علیه السلام پښو ته
ټیټ کړ او ويې ویل: ما ډېر بد کار کړی دی، اوس
چې ته هر څه راسره کوې زه حاضر یم.
ابراهیم علیه السلام ورته بښنه وکړه.
په دې وخت کې اللّٰه ﷻ جبرئل علیه السلام ته وویل:
ورشه او ابراهیم علیه السلام ته ووایه چې اللّٰه ﷻ وایي:
تا خو له ما سره وعده کړې وه چې کله اللّٰه ﷻ ماته قدرت راکړي، نو زه به خپل غچ اخلم، ما خو د هغه
کافر سر ستا په پښو کې ټیټ کړ، نو ولې دې ورته څه ونه ویل ؟
ابراهیم علیه السلام ورته وویل:
اې د کائناتو مالکه! دا کافر د عذر لپاره زما کور ته
راغی، نو ځکه مې ورته بښه وکړه.
د ابراهیم علیه السلام دا خبره د اللّٰه ﷻ ډېره خوښه شوه، اللّٰه ﷻ ابراهیم علیه السلام ته وویل:
ته هم ماته د ځمکې په سر کور جوړ کړه، چې کله زما بندګان ډېر ګناهونه وکړي او زما کورته راشي، نو زه به یې داسې وبښم لکه هېڅ ګناه چې یې نه وي کړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
https://x.com/Haqparast313313?t=fQ_zVDGtln3OEEeCXIK2JQ&s=35






د سور سمندرګي څپو کښتۍ بې واکه کړه، ماڼو چيغې کړې: اخلاص وکړئ!

ځوان پوه نه شو ويې ويل: څنګه اخلاص؟!

ماڼو وويل:
داسې ووايه [د عبادت وړ يوازې الله ﷻ دی نور څوک نۀ دي.]

ځوان وويل:
مونږ خو د همدغې خبرې څخه دلته راوتښتېدلو.

ځوان پۀ ۳۶۰ خدايانو عقيده درلوده خو دلته يې وليدل چې د هيچا پر خولۀ د هغوی نوم نۀ و، نۀ چا لات ياد کړ، نۀ منات، نۀ عزیٰ او نۀ هبل.

همغه و چې بېرته واپس شو، ايمان يې قبول کړ او تاريخ د عکرمه بن أبی جهل المخزومي رضي الله عنه پۀ نوم ياد کړ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
https://x.com/Haqparast313313?t=fQ_zVDGtln3OEEeCXIK2JQ&s=35




دواعش خوارج وپیژنئ !!!

حافظ قومندان الیاس "موسیٰ" تقــبله الله

قمندان الیاس موسی د خوارجو ستر قاتل و، تېره ورځ په مالي هېواد کې د خوارجو لخوا د خپلو ۱۹ تنه غیرتي ملګرو سره یو ځای د خوارجو سره په سخته معرکه کې شهید شو، ملګري يې شهیدان او موسی له څلور ۴ تنه نورو مجاهدینو سره د خوارجو په لاس اسیر شو، له اسیر کېدلو څخه وروسته د خوارجو په لاسونو د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

(نحسبه کذالک والله حسیبه)

يادونه :
نوموړی قمندان د قاعدة الجهاد تنظم یو رهبر و ...




د خالد بن وليد رضي الله عنه عجيبه کارنامه.

#ژباړه_م_رضوان_الله_فيضاني

د شام په فتوحاتو کې خالد بن رضي الله عنه يو ښار ته ورسېد چې نوم يې (قنسرين) و، د ښار ډېره قوي او محکمه کلا وه، روميان، کفار کلا ته ننوتل او د کلا دروازې يې په ځانونو پسې وتړلې.

له څه مودې محاصرې وروسته چې کاميابي تر لاسه نه شوه او مؤمنان د کلا د دېوال په سوري کولو هم بريالي نه شول، نو خالد بن وليد رضي الله عنه د دې کلا خلکو ته يو خط ورولېږه چې داسې يې په کې ليکلي و :
بسم الله الرحمن الرحيم، د خالد بن وليد له لوري د قنسرين خلکو ته !!!
تاسو به له مونږ څخه چيرته لاړ شئ؟
قسم دی په هغه ذات چې د خالد روح د هغه په لاس کې دی، که چېرته تاسو اسمان ته وخېژئ، نو الله ﷻ به مونږ هم درپسې دروخېژوي او يا به مو الله تعالی مونږ ته ښکته راوغورځوي.

دغه خط چې څنګه د کلا د خلکو مشر ته ورسېد، نو الله ﷻ يې په زړه کې سخته وېره او دهشت واچوۀ او ويې ويل :
د ښار دروازې خلاصې کړئ او د تسليمۍ په حال کې ووځئ، مونږ د دې خلکو د مقابلې توان او طاقت نلرو.

کله چې د خالد بن وليد رضي الله عنه د دغې کارنامې خبر اميرالمؤمنين عمر فاروق رضي الله عنه ته ورسېد، نو ويې ويل : الله تعالی دې په ابو بکر صديق رضي الله عنه، رحم وکړي، هغه له ما څخه د سړيو ډېر پېژندونکی و.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
https://x.com/Haqparast313313?t=fQ_zVDGtln3OEEeCXIK2JQ&s=35




‏یحیی سریع:
یمن به د غزې او فلسطیني ملت په اړه د خپل دریځ څخه وانه وړې ځکه دا زمونږ دیني، اخلاقي، او بشري مسؤلیت دی.
مونږ به د غزې د مجاهدینو او اولس ملاتړ ته تر هغو دوام ورکړو تر څو د صهیونیستي وحشي اشغالګرو لخوا پر غزې یرغل او محاصره پای ته ونه رسیږي.

يمنيانو !!!
ستاسو بلا خو دې تش په نوم بېغرتو عربو مسلمانو ته وروګرځي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
https://x.com/Haqparast313313?t=fQ_zVDGtln3OEEeCXIK2JQ&s=35


د القدس یو مجاهد وايي :
د رمضان په میاشت کې جګړه په حقیقت کې ستړي کوونکې او سخته ده.
خو کله چې د بدر په جګړه کې د اسلام د ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم فتوحات را په یاد شي دا مونږ ته یوه انګیزه او الهام راکوي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
https://x.com/Haqparast313313?t=fQ_zVDGtln3OEEeCXIK2JQ&s=35


قدرمنو مينه والو !!!
الله ﷻ مو خوشحاله او سرلوړي لره.

دغه لاندې زما د ټويټر اکاونټ لينک دی.
دلته راسره ملګري شئ او زما ګوډ مات نشريات وڅارئ.

هيله ده چې د اکاونټ په پرمختګ کې هم راسره مرسته وکړئ.

(جزاکم الله خيرا )

رضوان الله فيضاني

👇👇👇👇👇👇👇

https://x.com/Haqparast313313?t=fQ_zVDGtln3OEEeCXIK2JQ&s=35


عثمان باتور

عثمان باتور د قزاقستان و، قزاقستانی مجاهد و، دېرش زره مجاهدین ورسره وو، مشري یې د ده پر غاړه وه، د دوه لکه چینایي لښکر پر ضد جنګېده، عثمان باتور د پنځه کاله جهاد او مقاومت او سختې جګړې چې د چینایانو په خلاف یې وکړې، چینایانو ته یې درانه تاوانونه، تلفات واړول، شرقي ترکستان یې د چینایي اشغال څخه پاک کړ، چې په دې سره په 1944م کال کې د 50 کاله چینایي اشغال وروسته شرقي ترکستان یو مستقل او آزاد هېواد اعلان شو.

خو څلور کاله وروسته چین د شوروي اتحاد په مرستې پنځه لکه لښکرې راټولې کړی تر څو شرقي ترکستان بیا اشغال او د خپل تسلط لاندې راولي د دوه کاله سختو جګړو چې د مجاهدینو پر خلاف یې وکړې، شرقي ترکستان ته چینایي لښکرې ننوتې او یو ځل بیا یې اشغال کړ، چې په 1951م کې یې عثمان باتور هم ونیولو.

عثمان باتور ته یې ډول ډول سخت تعذیبونه ورکړل، پوزه او غوږونه یې ترې پرې کړل، نور هر ډول سخت عذابونه یې ورکړل او بیا یې اعدام کړ، تقبله الله تعالی.

طارق بن زياد

Показано 20 последних публикаций.

1 985

подписчиков
Статистика канала