پښتو ټوکی ټکالی


Channel's geo and language: Iran, Persian


یولوګری ته می ویل څی زما پوسټونه تعقب کوه دخندا به ورته مړشی هسی هاخوایی بلاک کړم ویل زه نه غواړم  څی مړشم🥺
😹😁
https://t.me/Pashto_Goker1
👇👇👇👇👇👇رابطه
@Hamdrd12

Related channels  |  Similar channels

Channel's geo and language
Iran, Persian
Statistics
Posts filter


ټوکه

یوه  وردګ  د لومړی ځل لپاره په الوتکه کې سفر کاوه.
کله چې له الوتکه را ښکته سو نو په حیرانی سره یی خپل ساعت ته وکتل او له ځان سره ېې وویل،
یاره که پوهیدم چې دومره نږدې دی نو په خپل خره باندې به راغلې وم.😒🙈🙈

#پښتو_ټوکي_ټکالي 😜😂


ميسيج مي ورته وڪی
چي بام ته را وخېږه 😊
جواب يې راڪئ:
زه يې پلار يمه ته دباندي را ووزه بوړا😠😕
😂🙊🙈



لایک کوی تبا مجرد مخلوقه ✌️😛


مالداره سړی چې د چایو پیاله واړوي ټول وایي خیر دی پام یې نه وو که غریب سړی واړوي بیا خلک وایي اوښ دی اسمان ته ګورئ.
ههههه.😂😉😄

#پښتو_ټوکي_ټکالي 😜
😂


ټوکه:
د کمپنۍ ریس سکرترې ته وویل: چي د یوې اونۍ په مخه به چرته لري سره لاړ شو، ځان دې چمتو کړه.
   سکرترې خپل میړه ته وویل: زه له ریس سره د یوې اونۍ کاري سفر لرم، مقصد چي خبر یې.
میړه یې خپلي معشوقې ته حال واستاوه چي ښځه مې یوه اونۍ په کور کي نشته، راځه.
معشوقې یې چی د یوه ماشوم کورنۍ ښوونکي وه، خپل شاګرد ته وویل: د یوې اونۍ په مخه مې څه کار دی، درس ته نه راځم.
شاګرد خپل نیکه ته وویل: چې یوه اونۍ رخصت یم، راځه کلي ته لاړ شو په باغونو به وګرځو!
نیکه چي همدا د کمپنۍ ریس و، سکرتري ته وویل: لمسی مې د یوې اونۍ په مخه رخصت شوی دی، له هغه سره باید کلي ته لاړ شم د چکر پروګرام به بل وخت ته وځنډوو.
سکرترې میړه ته وویل: چی کاري سفر وځنډیده!
میړه یې سمدستي معشوقې ته حال ورکړ چي پام کوه، کور ته مه راځه چي ښځه مي پاته شوه.
معشوقه چي د ماشوم ښوونکي وه، ماشوم ته وویل: تګ مي پاتي شو اوس رخصتي نه اخلم.
ماشوم خپل نیکه ته خبر ورکړ
او نیکه یې سکرترې ته وویل: پروګرام یو ځل بیا بدل شو،  ځان سفر ته تیار کړه!

☹️🤭🫣

#پښتو_ټوکي_ټکالي 😜😂


👆👆👆👆😊😳😜😂

#پښتو_ټوکي_ټکالي 😜😂


😜😂😂😂😂😂


#پښتو_ټوکي_ټکالي 😜😂


مبارک❤️


ستره بریا مو مبارک شه
افغان اتلانو په لومړې ځل جنوبي افريقا ته ماتي ورکړه🥰


ټوکه

یو استاذ پر تخته د M توری ولیکـه
او د حمید څخه یی پوښتنه وکړه چه دا څه شی دی؟🤔
حمید په ځواب کی ورته وویل چه نه پوهیږم😢

استاد د ډیره قهر څخه ورته وویل چه دادی پلار دی ځه کینه 😒😡
حمید یی کښیناوه ،

ورسره سم دوهم شاګرد احمد یـی ولاړ کړ او پر تخته یی د W توری ورته  ولیکه او پوښتنه یی تري وکړه،
احمده!  دا څه شی دی؟🤔☹️

احمد له ښه ځنډ سوچ سخه وروسته ورته وویل:  صیب دا د حمید پلار دی خو پښی یی پورته نیــولی دي
😜



#پښتو_ټوکي_ټکالي 😜😂


#نصیحت
د شاه طرفه لغته مو🦶
یو ګام..
مخته بیایي🤓


په ژوند کي تر ټولو
اسانه کار خوب ده 😋
چي په پټو سترګو😴
کيږې 😝


ټوکه😳

د يو نفر کوژدن نه کېده، مور يې ورته وويل: راځه فلانکي زيارت ته لاړ شو، ګوندې سوال قبول شي.
په زيارت کې ترې مور ورکه شوه، نو ويې ويل خپله خو مې نه کړه پيدا، هغه د پلار والا مې هم ورکه کړه. 😂😛😜🤔


#پښتو_ټوکي_ټکالي 😜😂


😍😜😜😜😜😂😂😂😂😂😂😂

#پښتو_ټوکي_ټکالي 😜😂


🤪🤪🤪🤪ټوکه🤪🤪🤪

🤪

امريکا د غلو د نیولو لپاره يو ماشین جوړ کړي وو،

دا په مختلفو هیوادونو کې ازمويل کیدو

امريکا په 30 دقیقو کې 15 غله ونیول !😀

روسیه په 30 دقیقو کې 20 غله ونیول !😀

هسپانیا په 30 دقیقو کې 30 غله ونیول !

انګلستان په 30 دقیقو کې 60 غله ونیول !

هند په 30 دقیقو کې 100 غله ونیول !

او په افغانستــــان ڪـې ماشیـــن پـه 15 دقیقـــو ڪې غـــلا شــــو !😂😂

#پښتو_ټوکي_ټکالي 😂😜


د دويم واده ناکامه هڅه!😜

سړي غوښتل چې دويم واده په پټه وکړي او دويمې ښځې ته يو جلا کور ونيسي.
په موبايل کې په کرار دويمې خواښې سره وغږېد چې د جمعې په ورځ به ان شاء الله زما او ستا د لور نکاح وي.
دې وخت کې يې لومړی ښځې غوږ ورته نيولی و او په ټول پلان يې خبره شوې ده.
سړی د جمعې په شپه د نورو شپو برعکس وختي ډوډۍ خوري او ويده کېږي تر څو سبا د نکاح مراسمو ته وختي لاړ شي.
سهار لس بجې پاڅېده، نوي کالي يې واغوستل، ښه عطر يې ووهل، نوي بوټان يې په پښو کړل او تګ ته چمتو شو.
ښځې یې ورته ويل چېرې ځې؟
وی ځم چېرې ملګرو خواته او بيا د جمعې لمانځه ته ځم، کېدايشي ناوخته راشم.
ښځې يې ورته ويل دروند کېنه؛ نن دوشنبه ده. ما د خوب ګولۍ درکړې وې څلور ورځې ويده وې.
که بيا دې د دوهمې ښځې خبره تکرار کړه، داسې ګولۍ به درکړم چې د قيامت په ورځ را  ويښ شې.
😒



#پښتو_ټوکي_ټکالي 😜😂


ټوکه🤣🤣

وایی یو لوده چی کورته راغی ځان یی په آینه کی ولیدلو
نوله ځانه سره یی وویل
چی دا څوک دی ؟
لږ آشنا غوندی ښکاری 🤔
بیایی وویل اووووو
  داخو همغه خر دی 👇
چی په سلمانی کی یی راته یوساعت کتل 😂😂😹

😹

#پښتو_ټوکي_ټکالي 🤏😹


وایي،


دا کوم بهرني هېواد کې یو هلک خپل بایسکل له ونې سره تړلی و، هغه هلک بیرته راستون نه شو، نو بایسکل ونې پوري پیوند شو او همداسي یې پورته کړ.*
*نو دا که په افغانستان کي وای، اوس به پر دې ونه هم زیارت جوړ وای، د بایسکل بابا د کراماتو کیسې به کېدلای، ملنګان به ناست وای، کیسې به یې کولای، چې بایسکل بابا داسې کراماتي و، یو وخت پر بایسکل سپور و، باره کاپیرانو منډې پسې وهلې، بالا دی مبارک په دغه ونه ځنې ننوت.*🫣🫣🫣🫣🫣


ههههههههههه


ملکرو داسی کار په چا شوی دی😜

😂😂😂😂


اکرام بیا خپل پلار
ته ویل واده راوکه



مازيګر ته دي خپل لمسيان وغواړه🤣🤣

اوس به څنکه یی ګردک مخی 🚨🤣🤣🤣🤪

لایک کاروی مننه🩸



☹️😃😝


افغانستان کې که مالداره يې هم جنجال دی
که غريب يې هم جنجال دی .
که خوشحاله يې هم جنجال دی
که خفه يې هم جنجال دی .
که چاق يې هم جنجال دی
که وچ يې هم جنجال دی .
که پاک ګرځې هم جنجال دی
که خيرن ګرځې هم جنجال دی .
که تعليم يافته يې هم جنجال دی
که بې تعليمه يې هم جنجال دی .
که وظيفه لرې هم جنجال دی
که بې وظيفې يې هم جنجال دی .
که هلک يې هم جنجال دی
که جلۍ يې هم جنجال دی .
که ښکلی يې هم جنجال دی
که بدرنګه يې هم جنجال دی .
که انسان يې هم جنجال دی
که ځناور يې هم جنجال دی.
ک.😸
😜😂😂😂


یؤ مجرد ته یې مور زنګ وهلی چې کور ته راځې کۀ شوروا سپي ته کېږدم؟

😂😂😂

😫 مجردی ژونده تیر به شی هیر به نشی🥴🥴🥴.

20 last posts shown.