لمر غوندې شغله کړي نندارې ته سړی نه پریږدي
مړې هندوانې هیلې جنازې ته سړی نه پریږدي
سترګو ته ولاړ دې تصویرونه مین زړه مې هم
جوړ لکه نکیر شي نظریې ته سړی نه پریږدي
ستا دزړه جنت خو مې زړه غواړي دا ایمان لرم
ستا مغروره حسن دروازې ته سړی نه پریږدي
ربه مؤمن عقل مې تندی خاورو ته وړي راوړي
ربه نمرودي نفس سجدې ته سړی نه پریږدي
څه وایې ؟ چې دا سړی بیخي ډېر کمال نه لري
دومره مړه کاته کوي ګیلې ته سړی نه پریږدی
ځه عزیره ته خو ترې ګیله مه کړه په تللو کې
حورې چې مینې شي ادې ته سړی نه پریږدي