أموي خلافت: الحلقة (۱۴)
د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت څخه مخکي د فتنه ګرو تجمع أو ټولنه.
کله چي دوی پوه شوه چي شمیر مو ډیر سو ، قوت مو پیدا کړ ، نو ټولو خروج او بغاوت وکړ ، د مصر خوراج چي تعداد یي زر کسان وه د عبدالله بن سبأ تر مشرۍ لاندي أو د کوفي خوارج(أشترالنخعي د دوی په ډله کي وه) چي هم زر کسه وه د عمرو بن الأصم تر مشرۍ لاندي ، او د بصري خوارج د حرقوص بن زهیر السعدي تر مشرۍ لاندي مخ پر مدینه منوره (زادها الله شرفا) روان سوه ، ټولو د حضرت عثمان رضي الله عنه عزل أو پر ځای یي د بل خلیفة مقرر کیده غوښتل ، د مصر خوارجو د حضرت علي رضي الله عنه او د کوفي خوارجو د حضرت زبیر بن العوام او د بصري بغاوتګرو د طلحه بن عبیدالله خلیفة مقرر کول غوښتل ، او دا ټوله کار د عبدالله بن سبأ په منافقت او چلبازۍ روان وو ، غرض یي د صحابه کرامو تر مینځ اختلاف او مشکلات پیدا کول وه ، عبدالله بن سبأ او اشترالنخعي د ټولو ډلو په لومړی صف کي په ډیر فخر او خوشحالۍ سره روان وه ، ځکه چي د دوی یهودي پلان او طرحه مخ په کامیابه کیدو وه.
( د حضرت معاویة رض دوي غوښتني له حضرت عثمان رضي الله عنه څخه. )
د مذکوره فتني د اشتعال په ورځو کي د شام والي حضرت معاویة رضي الله عنه په مدینه منوره کي وو ، و شام ته د تلو نه مخکي و حضرت عثمان رضي الله عنه ته ورغی او ورته ویي ویل أی أمیرالمؤمنینه مخکي تر دي چي هجوم درباندي راوړه سي زما سره و شام ته ولاړ سه ، حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وویل زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم جوار او همسایتوب نه پریږدم که څه هم زما د غاړي ښارګونه پکښي قطع او پري شي.
بیا حضرت معاویة رضي الله عنه ورته وویل: چي د شام څخه به یو لښکر درته راولیږم تر څو چي ستا او د مدیني منوري دفاع وکړي ، حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وویل چي یا ، زه دا نه غواړم چي د شام څخه د راغلې لښکر په وجه د مدیني منوري پر أوسیدونکو د دوی روزي او نفقه کمه شي ، او مهاجرین او انصار په مشکلاتو کي واقع شي ، حضرت معاویة رض ورته وویل أی أمیرالمؤمنینه قسم په الله چي جنګ به درسره کیږي او هجوم به درباندي راوړه کیږي ، حضرت عثمان رض وویل(حسبي الله و نعم الوکیل) الله مي کافي او وکیل دی.
حضرت معاویة رض دا درک کړې وه چي پټ ددي فتنې تر شا خبیث لاسونه شته چي هدف یي خلافت او د مسلمانانو خلیفه دی ، مګر د حضرت عثمان رض نظر بیا دا وو چي پر فتنه ګرو خوارجو ټول دلائل د خپل ځان د حقیت ثابت کړي ، او د شرعي لحاظه دوی ته هیڅ د استناد او دلیل شی پري نږدي تر څو چي په دنیا و اخرت کي ذلیل او رسوا سي ، دا نو ډیر لوی صبر وو چي حضرت عثمان رض پر ځان تحمل کړ.
بیا ددي لپاره چي پر خوارجو دلائل قائم سي حضرت عثمان رض دوی ته دعوت ورکړ تر څو چي خپل ټول اعتراضونه واضح کړي او دی ورته جوابونه او وضاحت ورکړي ، په مسجد کي د نورو صحابه کرامو په حضور کي سره را ټول سوه ، خوارجو خپل شبهات وړاندي کړل ، حضرت عثمان رضي الله عنه ورته کامل وضاحت او بیان ورکړ ، خپل دلائل یي وړاندي کړل ، د ټولو هغه کارونو چي دوی خطاء بللي وه حضرت عثمان رضي الله عنه د هغو د حق أړخ ورته ښکاره کړ ، دوی هم ظاهرا قناعت وکړ ، او له خپل هجوم څخه پر شا سوه ، د مدیني منوري أوسیدونکي خبر سوه چي فتنه ګر له خپل بغاوت څخه پر شا سوه ،دوی هم مطمئن سوه ، فضاء آرامه سوه ، د سکون ساه و چلیده ، مګر د شپي ناڅاپه خوارج د مدیني منوري په کوڅو ور ګډ سول په لوړو آوازو یي تکبیرونه شروع کړل ، حضرت علي کرم الله وجهه ورته راغی او ورته ویي ویل چي څه پيښه ده ، تاسو قناعت ونکړ ، ولي غدر کوئ ؟ غافقي چي د دي خوارجو د یو ټولی مشر وو هغه پر راږغ کړه چي عثمان رض زموږ سره خیانت وکړ ، ده ورته وویل څنګه خیانت ؟ هغه ورته وویل چي موږ دده یو قاصد و نیوی او خط یي و خپلو والیانو ته لیکلی چي موږ ووژني ، حضرت علي کرم الله وجهه ورته وویل په الله قسم چی دا بهانه تاسو خپله سره ترتیب کړي ده. همدغه په درواغو جوړ شوی خط دوی وسیلة وګرځوی تر څو د حضرت عثمان رضي الله عنه وینه ځان ته په حلاله کړي أو په خپل کور کي یي محاصره کړي أو په شهادت یي ورسوي ، همداسي له دي خوارجو د خوا په یوه خط باندي أم المؤمنین بي بي عائشة رضي الله عنها هم متهمه کیږي چي ګواکي دي خط لیږلی و خلګو ته او هغوی ته دعوت ورکوي چي له عثمان رض څخه بغاوت وکړي ، کله چي بي بي عائشة رض خبریږي داسي فرمایي (لا، والذي آمن به المؤمنون و كفر به الكافرون ما كتبت لهم سوادا في بياض ) په هغه رب قسم چي مؤمنانو ورباندي ایمان راوړی او کفار ورباندي کافران شوي چي ما هیڅ هم ندي لیکلي.