راځئ لږ په ماضي تم شؤ
څو شیبې ځان سره کېنو
را په زړه هغه حالات کړو
بیا یو دم په رڼو اوښکو
دغه ستړی سکوت مات کړو
سر په ځمکه کېږدو رب ته
ادا شکر دې حیات کړو
ددنیا خوندونه پرېږدو
ټول په سمه لاره سم شؤ
راځئ لږ په ماضي تم شؤ
ولاړ شو پاتې سنګرو ته
چې هر څه ذهن ته راشي
چِ ځانونه یې ټوک ټوک کړل
سم هغه ذهن ته راشي
څوک چې ورک په امارت شول
یوه شېبه ذهن ته راشي
ورسره وعدې مو کړې
هسې نه هغوی ته ګرم شؤ
راځئ لږ په ماضي تم شؤ
تکبر او غرور مه کړئ
د مشرانو اطاعت کړئ
د تقواء زغرې په تن کړئ
ځان ساتنه له خیانت کړئ
د یتیم په سر په مینه
لاس راتېر د شفقت کړئ
شئ راټول په یو ټغر ټول
چې وطن لره ملهم شؤ
راځئ لږ په ماضي تم شؤ
شي به جوړ دا وران وطن مو
که تعصب او تضاد پریږدو
بیابه سیال د هر هېواد شوو
هو قدم که سیده کېږدو
اتحاد کې دي زموږ ګټې
نور به لاس په لاس پردې ږدو
بیا به وران نه شي عزیره!
هو که ټول زېرِ پرچم شؤ
راځئ لږ په ماضي تم شؤ
احسان الله عزیر
څو شیبې ځان سره کېنو
را په زړه هغه حالات کړو
بیا یو دم په رڼو اوښکو
دغه ستړی سکوت مات کړو
سر په ځمکه کېږدو رب ته
ادا شکر دې حیات کړو
ددنیا خوندونه پرېږدو
ټول په سمه لاره سم شؤ
راځئ لږ په ماضي تم شؤ
ولاړ شو پاتې سنګرو ته
چې هر څه ذهن ته راشي
چِ ځانونه یې ټوک ټوک کړل
سم هغه ذهن ته راشي
څوک چې ورک په امارت شول
یوه شېبه ذهن ته راشي
ورسره وعدې مو کړې
هسې نه هغوی ته ګرم شؤ
راځئ لږ په ماضي تم شؤ
تکبر او غرور مه کړئ
د مشرانو اطاعت کړئ
د تقواء زغرې په تن کړئ
ځان ساتنه له خیانت کړئ
د یتیم په سر په مینه
لاس راتېر د شفقت کړئ
شئ راټول په یو ټغر ټول
چې وطن لره ملهم شؤ
راځئ لږ په ماضي تم شؤ
شي به جوړ دا وران وطن مو
که تعصب او تضاد پریږدو
بیابه سیال د هر هېواد شوو
هو قدم که سیده کېږدو
اتحاد کې دي زموږ ګټې
نور به لاس په لاس پردې ږدو
بیا به وران نه شي عزیره!
هو که ټول زېرِ پرچم شؤ
راځئ لږ په ماضي تم شؤ
احسان الله عزیر