ته به خپل د آمن نوم کړې
نور نو داسي قيادت دى
زما هيواده ستا په سر نور
پروت يو سيورى د رحمت دى
ږدي پټۍ ستا پرهرو ته
ښه شفا ستا امارت دى
د جهان زور مو اوبه کړ
بې باون وې ډرون چاپې وې
د آيت عسر يسرى را
ته را يادي ترجمې وي
زمونږ باور په لایزال ٶ
زمونږ ملګري پرېښتې وي
سينه چاٶدي توري شپې دي
راختلى روڼ سهار دى
حاکيميت د ملا طالب دى
خپل ممبر، مسجد، منار دى
شور د امن د نغمو دى
خپل مو کلى خپل مو ښار دى
اى شهيده وروره زيري
ممې راوړي تر تا پوري
ته خبر يې او کنه یې؟
ستا وطن رهي رڼا ته
ستا ملګري رسېدلي
ستا ارمان او ستا بريا ته
مونږ چې څنګه وې نغاړلي
مټې حوري آذادۍ ته
داسي نغاړو به ياسره
رغونې آبادۍ ته
مونږ به وړاندي اريانا کړو
د نړۍ سره سيالۍ ته
یاسر یوسف
نور نو داسي قيادت دى
زما هيواده ستا په سر نور
پروت يو سيورى د رحمت دى
ږدي پټۍ ستا پرهرو ته
ښه شفا ستا امارت دى
د جهان زور مو اوبه کړ
بې باون وې ډرون چاپې وې
د آيت عسر يسرى را
ته را يادي ترجمې وي
زمونږ باور په لایزال ٶ
زمونږ ملګري پرېښتې وي
سينه چاٶدي توري شپې دي
راختلى روڼ سهار دى
حاکيميت د ملا طالب دى
خپل ممبر، مسجد، منار دى
شور د امن د نغمو دى
خپل مو کلى خپل مو ښار دى
اى شهيده وروره زيري
ممې راوړي تر تا پوري
ته خبر يې او کنه یې؟
ستا وطن رهي رڼا ته
ستا ملګري رسېدلي
ستا ارمان او ستا بريا ته
مونږ چې څنګه وې نغاړلي
مټې حوري آذادۍ ته
داسي نغاړو به ياسره
رغونې آبادۍ ته
مونږ به وړاندي اريانا کړو
د نړۍ سره سيالۍ ته
یاسر یوسف