د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، اسلامي امارت له نړيوالې ټولنې سره د مثبت تعامل هڅه کړې، خو ځيني هېوادونه یې ترمنځ د تعامل پر وړاندې خنډ جوړوي.
ښاغلي فطرت د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتې چې پرېکړې په خپلواکه توګه وکړي او د نورو تر تاثیر لاندې را نه شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند زیاتوي، که د ملګرو ملتونو سازمان خپلواکې پرېکړې وکړي، افغانستان به په نړیواله ټولنه کې خپل ځای پیدا او په ملګرو ملتونو کې خپله څوکۍ ترلاسه کړي.
د ملا حمدالله فطرت په وینا، که د ملګرو ملتونو پرېکړې د هغو هېوادونو، چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل وو، تر تاثیر لاندې وشي، طبیعي ده چې ستونزه د دوی له لوري ده او افغانستان خپل مسولیت ادا کړی دی.
#مليتلویزیون