یو کتاب خبرې... (راتلونکی ترنم)
شعر هنر دی او داسې هنر دی، چې کله کله سیند په کوزه کې ځایوي. ښاغلي محمد بدر صاحب په دې شعر کې د امانت ساتلو پر اهميت خبره کړې؛ هغه امانت چې میلیونونه مسلمانان ترې مستفید دي، دا امانت امـ. ـارت دی چې مرحوم ملا صاحب رحمه الله يې بنسټ ايښی دی!
ښاغلی بدر وايي:
چا په دې لاره کې ګل ايښی تللی
پکې يې راز مکمل ايښی تللی
په دې بيت کې يې امارت له ګل سره تشبیه کړی، ځکه د ګل صفات ټول په معنوي ډول په امارت کې شته؛ لکه: خوشبويي، ښايست، جذابیت... .
بيا وايي:
د دغه ګل محافظت پکار دی
دا امانت يو اتل ايښی تللی
په دې بيت کې د امانت په ساتلو ټينګار کوي، د امانت ساتل په اسلامي شريعت کې ډېر لوړ مقام لري، ځکه چې امانت د مسلمان د ايمان او تقوا يوه نښه ګڼل کېږي او د امانت ساتنه د مؤمنانو صفت دی؛ الله تعالی فرمايي:
وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ. الآیة
ژباړه: او هغه کسان چې خپل امانتونه او عهدونه ساتي.
پلونه محکم ورپسې ږدئ ملګرو
هغه پر دې مسير پل ايښی تللی
په دې مصرۍ کې د مرحوم ملا صاحب په تګلاره د تللو ټينګار کوي او په همدې لاره باور لري، چې د لارویانو لپاره کاميابي ده.
د همدې بیتونو په ادامه کې پنځوي:
په دين وطن باندې يې ننګ کړی دی
تر شا يې غرۀ کې مورچل ايښی تللی
دلته یې د مرحوم ملاصاحب د مېړانې یادونه کړې ده، هغه مېړانه چې تاريخ یې څومره تېرېږي، هومره زرين کېږي او د همدې امانت مورچلونه د ساتنې لپاره خلک هڅوي.
دا تک سپين توغ يې پۀ يادګار راپاتې
دا چې يې پاس پۀ کابل ايښی تللی
اسلامي توغ د مرحوم ملاصاحب يادګار نښه ده، تر هغې چې موږ یو، باید ساتنه او پالنه یې وکړو.
په آخره کې وايي:
زما به اوښکې پرې راتوی شي بدره!
انځور يې زما پۀ کوګل ايښی تللی
دا له مرحوم رهبر سره د خپلې مینې بیان دی، چې په یاد یې سترګې اوښکې تویوي!
دا عادي شعر نه دی، دا څو بیتونه د تاریخ په یو زرین باب کې د یوه داسې مېړني یادونه کوي، چې لارویانو یې خپل ځانونه لولپه کړل، خو د همدې مېړني ارمان یې پوره کړ!
پوره شعر:
چا پۀ دې لاره کې ګل ايښی تللی
پکې يې راز مکمل ايښی تللی
د دغه ګل محافظت پکار دی
دا امانت يو اتل ايښی تللی
پلونه محکم ورپسې ږدئ ملګرو
هغۀ پر دې مسير پل ايښی تللی
پۀ دين وطن باندې يې ننګ کړی دی
تر شا يې غرۀ کې مورچل ايښی تللی
دا تک سپين توغ يې پۀ يادګار راپاتې
دا چې يې پاس پۀ کابل ايښی تللی
زما به اوښکې پرې راتوی شي بدره!
انځور يې زما پۀ کوګل ايښی تللی
محمد بدر