اوښکې له ګرېوان سره څۀ کار لري‘ چې کار لري!؟
سترګې مې د درد پۀ لاره لار لري‘ چې کار لري!
اُور دې جدایي واخلي بېلتون دې تورې خاؤرې شي!
دا ښېرا هغۀ کوي چې یار لري‘ چې کار لري
دا چې دې پۀ سترګو کې د ژوند ستړی قدم وهي
دا زړګی خو مه چېړه آزار لري‘ چې کار لري
دا چې درناوی یې شي غرور لري او ناز کوي
دا باڼۀ د چا زړۀ کې قرار لري‘ چې کار لري!؟
زار دې هر ښایست شي د جنان له طـ.البي حُسن
دا زلفې خوشبو لري سینګار لري‘ چې کار لري
دا سړی د سختې جدایي سېلۍ را وړی دی
ځکه د جنون غوندې آثار لري‘ چې کار لري
کله به د مینې د بېلتون آزمایښت ختم شي!؟
نور خو مې له درده زړۀ پرهار لري‘ چې کار لري
دا چې ما کلیم الله *ذاکر* ورته غوږ ایښی دی
دا سترګې څۀ بل رقم ګفتار لري‘ چې کار لري
کلیم الله ذاکر