زرين باب شوې فلسطينه
زخمي شولې، شهيد شولې، کباب شوې فلسطينه
په ډېر غټ امتحان کې ته کامياب شوې فلسطينه
د عصر لوی فرعون دې په ګونډو کړ مبارک شه
سرلوړی شوې، د فتحو سپين کتاب شوې فلسطينه
په ننګ، غیرت، مېړانه او همت دې آفرين شه
کفري وحشي بندونو ته سېلاب شوې فلسطينه
سپرلی د شهادت درباندې تېر شو بختوره
ته څومره لوی اعزاز ته انتخاب شوې فلسطينه
مونږ لرې يو کومک ته درتلای نه شو ملامت يو
پوښتنې زمونږ سختې د حساب شوې فلسطينه
په نره، په يواځې، په ميدان وجنګېدلې
د وخت په نمروديانو لوی عذاب شوې فلسطينه
دي ډنډ د (فيضاني) سترګو کې بيا د خوښۍ اوښکې
نن بيا د تاريخونو زرين باب شوې فلسطينه