زما مینه ستا سره د پاکستان د پور غوندي ده...
یعنې داسې مینه چې هيڅکله به پای ته ونه رسيږي.
لکه څنګه چې د پاکستان هر نوی حکومت راسي او وایي: «پور به ختموو.» خو د کمېدو پر ځای لا ډير سي، همداسې ستا مینه هم هره ورځ زما په زړه کې لا پسې ډېریږي؛ د کمېدو نوم لا نه اخلي.
او لکه څنګه چې پور د یوه ملت پر اوږو دروند بار وي، خو بیا هم ژوند ورسره کوي؛ همداسي ستا مینه هم زما پر زړه یو خوږ او ښکلی بار دی، چې د ځان سره یې وړل راته د ژوند برخه ګرځېدلې ده.
نو، ځان مې
ستا سره زما مینه نه کمېږي او نه پای ته رسېږي؛ هره ورځ لا ژورېږي او زما د زړه په نړۍ کې به تل ژوندۍ پاتې وي.
✍🏻: آرين خان