د حماس او اسرائیلو تر منځ هوکړه کې څه دي؟
د حماس او اسرائيلو ترمنځ هوکړه به د يکشنبې په ورځ پلې شي، په دې هوکړه کې څه دي؟
اسرائيلي رسنيو خبر ورکړی، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ هوکړه په وروستيو شېبو کې ده او د يکشنبې له ورځې به د درېيو اسرائيلي بنديانو په خوشې کولو پلې شي.
د اسرائيلو ۱۲ چېنل تازه خبر ورکړی، چې د هوکړې په لومړۍ مرحله کې به په اوو ځلونو کې ۳۳ اسرائيلي بنديان خوشې شي او دا به په ۴۲ ورځو کې وي.
له راپور سره سم د هوکړې په اوومه ورځ به حماس ۴ نور اسرائيلي بنديان، په ۱۴مه ورځ ۳ نور او په ۲۱ مه ورځ به ۳ نور خوشې کړي. په ۲۸مه او ۳۵مه ورځ هم د درېيو درېيو بنديانو او په وروستۍ اوونۍ کې د ۱۴ اسرائيلي بنديانو د خوشې کېدو وړاندوينه شوې ده.
د اسرائيلو ۱۲ چېنل ليکي، چې د هوکړې له پلي کېدا سره سم به اوربند هم پلی شي او د يادو اسرائيلي بنديانو په بدل کې به په لومړي پړاو کې ۱۰۰۰ تنه فلسطيني بنديان د اسرائیلي له زندانونو ازاد شي.
دې خبري چېنل زياته کړې ده، چې اسرائيلي پوځ به په لومړۍ مرحله کې د غزې په منځ کې له نتساريم تنګي وځي او ورپسې به ټول اسرائيلي سرتېري جنوب کې له فلاډلفيا تنګي هم وځي.
دغه راز به په ورته وخت کې غزې سره په بشري مرستو کې هم زياتوالی راځي، چې د ورځې به تر ۶۰۰ پورې بار لاريو ته د تګ اجازه ورکول کېږي. په دې سربېره به د غزې د شمال اوسېدونکو ته اجازه ورکول کېږي، چې خپلې سيمې ته ورستانه شي.
د الجزيره عربي له راپور سره سم حماس د دې ضمانت هم غوښتی، چې د غزې د بيا ابادۍ لپاره به معلوم زماني جدول چمتو کېږي او دا چې اسرائيل به بياځلي جګړه نه پيل کوي. ويل شوي چې د حماس دا غوښتنې هم منل شوې دي.
په ورته وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن په دې اړه ويلي، چې هوکړه کې به اوربند وشي، اسرائيلي پوځيان به له غزې په شا کېږي، حماس سره اسرائيلي بنديان به راخوشې کېږي او غزې ته به په بشري مرستو کې زياتوالی راځي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائيلي ورځپاڼې «معاريف» د دې هوکړې له امله د اسرائيلي حکومت د چارواکو ترمنځ له سختو اختلافاتو پرده پورته کړې او ويلي يې دي، چې د نتنياهو په ګډون ګڼ شمېر وزيرانو په هيڅ صورت نه غوښتل دغه هوکړه ترسره شي.
دغې ورځپاڼې نن د چهارشنبې په ورځ په خپل يوه راپور کې د اسرائیلو د امنيت وزير، د ماليې وزير، د اسرائيلو لومړی وزير او د استوګنې وزيره د دې هوکړې له سرسختو مخالفينو بللي دي. د اسرائيلو د امنيت وزير دا هوکړه «حماس ته تسليمېدا»، «د وژل شويو اسرائيلي پوځيانو له وينو سره خيانت» او «د حماس په وړاندې د اسرائيلو د دريځ کمزوري کېدل» وبلل.
ورځپاڼې زياته کړې ده، چې اسرائيلي حکومت کله هم دا هوکړه ترسره کول نه غوښتل، خو داخلي فشارونو پای هم دې ته اړ کړ، چې حماس سره خبرو اترو ته کښېنې.
رسنيو څو ورځې وړاندې هم د اسرائيلو د يوه پخواني وزير خبرې راخيستې وې، چې نوموړي په کې اسرائيل د حماس په وړاندې ناکام بللي وو. هغه دې ته اشاره کړې وه، چې سيمه لا هم د حماس په ولکه کې ده، اسرائيلي پوځ درانه تلفات ګالي او له غزې لا هم په اسراييلو توغندي ورول کېږي، چې دا او نور واقعيتونه ښيي؛ چې حماس مات شوی نه، بلکې لا پياوړی شوی دی.
بل پلو حماس لا د وروستي ځل خبرو له پيله ويل، چې دوی د هوکړې نهايي کولو ته چمتو دي، خو د اسرائيلو لومړی وزير نه غواړي دا هوکړه ترسره شي.
د اسرائيلي زندانونو دننه دا مهال نږدې ۱۰۴۰۰ فلسطيني وګړي بنديان دي، چې مېرمنې او ماشومان هم په کې دي. بل پلو انګېرل کېږي، چې غزه کې ۹۹ تنه اسرائيليان له حماس سره بنديان دي، خو حماس وايي چې له دوی څخه لسګونه تنه د اسرائيلو په بې درېغه بمباريو کې وژل شوي دي.
غزه کې د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهيسې اسرائيلي پوځ د درنو بمباريو په ترڅ کې د بې ګناه فلسطيني وګړو ټولوژنه پيل کړې ده، چې تر دې دمه يې له ۱۵۰ زرو ډېر فلسطينيان شهيدان کړي او ټپيان کړي دي. په دې سربېره ۱۱ زره تنه نور تري تم دي، چې په غالب ګومان هغوی به هم خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. امريکا په دې جګړه کې د اسراييلو بې قيد او شرطه مرسته کوي، چې د اسرائيلي چارواکو په وينا که دا مرسته ودرېږي؛ اسرائيل به دغه جګړه په مخ يو نه وړی شي.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ t.me/subaubsub