ستا له بدن نه مې راټول کړل ، په شیشه کې عطر
نن مې د تيلو په ځاې راوړل ، په ډيوه کې عطر
دا ځل به هم زما دننه موسم نه شي بدل
دا ځل به هم خېر دے، زه وڅکم په پیاله کې عطر
هغه سړے دا ستا د زلفو خوشبویۍ پاګل کړو
چې کوم سړي به خرڅول ستاسو کوڅه کې عطر
ﺗﻮﺭﻩ ﺗﯿﺎﺭﻩ، ﺩ ﺧﺎﻭﺭﻭ ﺑﻮﻱ، ﺯﻣﺎ سلګۍ ، ﺍﻭ ﺳﺘﺎ ﯾﺎﺩ
باران ورېږي، را څڅېږي په کوټه کې عطر
ستا له خمارو سترګو ځار شم ليونے به مې کړې
لکه سړي چې لګولي وي نشه کې عطر
چې دې خوشبو د مسافر لالي خولو نه خېژي
راپسې وشېنده چې ځم په دروازه کې عطر
ګل چې را یاد کړمه، نو ته راته په خپله یاد شې
چا وېل چې نشته د باقر په حافظه کې عطر؟