*جهادي خاطرې*
*د لړمانو مېنه*
*مهاجر فراهي*
١٣٩٤/٥/٢٠/ لمریز کال
دا سپېرې،خړي پړي او کنډواله ودانۍ چې وینی فکر به وکړئ چې ګواکي کلونه ادمزاد استوګنه پکې نه ده کړي او نه به هم د اوسېدا لپاره جوګه وي
خو زه به یې په اړه لږ وضاحت درته وړاندي کړم.
۱۳۹۷/ لمریز کال د روان اشغال په وړاندي د جهادي خوځښت مهم پړاو وو، د اسلامي امارت او امریکا تر منځ په دوحه کې خبري اتري شروع وي دلته په هیواد کې دننه توده جګړه روانه وه دښمن د دې لپاره چې زموږ پر مذاکراتي ټیم فشار وارد کړي له هیڅ راز وحشت نه یې ډډه نه کول شپنۍ چاپې،بمبار او د ډرون هدفي ګوزارونه ورځنی معمول او عادي چاره ګرځیدلي وه.
فراه ولایت هم د نور هیواد په څېر د یوه قوي او مستحکم مورچل په حیث د دښمن په وړاندي په پیاوړي هوډ ولاړ وو.
داچې کابو ټوله سیمه د مجاهدینو تر بشپړ واک او تسلط لاندي وه نو امریکایې غلیم تر ډېره چارې د هوا له لاري څارلې کرۍ ورځ به بنګنې(ډرون الوتکې) په تشیال کې بنګېدلې چې بیابه شپنۍ چاپې او بمبارونه هم ترسره کېدل.
داچې زموږ د سیمې ابادي تیت او پرک او ګڼه ګوڼه یې کمه وه نو د ډرون الوتکو نه ځان او خپل مراکز پټ ساتل هم ستونزمنه چاره وه مجاهدین به تر ډېره د ولسي وګړو په کوټو (میلمستونونو) کې اوسیدل او وخت په وخت به یې خپل ځایونو ته تغیر ورکاوه په لومړي ځل موږ د فراه رود ولسوالۍ د تودنک په کلي کې په ١٣٩٤/٥/٢٠/ لمریز کال کې مرکز (اتاق) فعاله کړ په دې معنا چې د استوګنې ځای مو مشخص وو، خوب او خوراک به مو پر یوه ځای کاوه.
منظمه پیره او ګزمه مو لرل ولسي خلک هم دې چاري ته خوښ برېښيدل او زموږ سره به یې تر وسه مالي کومکونه کول وروسته نورو مجاهدینو هم همدا کار وکړ.
خو کله چې د قطر هیواد په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت او امریکایې لوري ترمنځ د سولي مذاکرات پیل شول نو ورسره د دښمن شپنیو چاپو، ډرون بریدونو او بمبارونو زور واخیست. یو ځلي دښمن زر ساعته هوایې عملیات اعلان کړل چې په ګڼو ساحو کې یې درانده بمبارونه وکړل د خلکو استوګنځایونه، مدرسې او مساجد یې په ډېر قساوت سره وران کړل.
د اشغالګرو جټ او ډرون الوتکو به په یوځل څو ځایونه په نښه کول بمبار به اکثر وخت ماځیګر او ماښام مهال کېده کله چې به بمبار شروع سو په کلي کې به د ماشومانو او ښځمنو یوه واویلا خپره سوه هرچا به پر خپل مخ ځغستل شروع کړل.
کله چې به زيړی ماځیګر شو مجاهدین به د شپه تېر لپاره د ځای موندنې په لټه او فکر کې شول اکثر به د کلې نه د دښتو په لور د شپه تېر لپاره تلل.
ما شخصاً تر ډېره هڅه کول چې داخل په کلي کې پاتې اوسم ځکه ګټه يې داوه که خدای مکړه کومه چاپه وهلې کيږي نو تر یو حده د دښمن سره د جګړې شونتيا وي.
موږ به تر ډېره بريده هڅه کول چې کله به حالات ترینګلي وه د چاپې خطر به وو او یابه ډرون تاوېدل داسي یو خوندي پټنځای او د شپه تېر ځای ولرو چې د خلکو له نظرونو وتلی او چپ وي د فراه رود ولسوالۍ اړوند د تودنک د لويې کوڅې څنګ ته یوه بله تنګه او فرعی کوڅه هم وه چې د خلکو تګ راتګ پکې لږ وو، دلته د صادق مولوي صاحب کور هم وو (مولوی امام الدین صادق چې اوسمهال د هرات الفاروق قول اردو عمومي مالي مسؤل دی او صادق صاحب ډېر کلونه د فراه لپاره د فرهنګي کمیسیون مطبوعاتي مسؤل او همداشان د غرب زون د حلقې مالي وو. (یو شی چې باید د صادق په اړه یې درته اضافه کړم دادی چې نوموړي له الف نه تر یا پوري ټول سبقونه له ما څخه ویلي وه ).
د کوڅې شمالې پلو دده اتاق وو، لویه مخابره د ارتباطاتو د تامین لپاره پکې اېښې وه او اکثر وخت به مشران مسؤلین همدلته راتلل او د مجاهدینو سره یې مجالس کول.
د ده د ځای مخامخ یو بل وړکی کور وو چې زموږ ملګرو به ترې استفاده کول.
دې وړکې سرای دوې خونې، تشناب او کوچنی غولی (صحن) لاره د ورځې به سرای ته قلف اچول شوی وو چې خلک فکر وکړي چې ګواکې سرای خالي او څوک پکې نه اوسیږي.
په هر حال د صادق مولوی صاحب ځای هم تر ډېره د مسؤلینو د تګ راتګ ځای وو او د فراه له والیانو هر یوه مولوي حزب الله افغان، شهید ملا محمد داؤد مزمل،ملا محمد نعیم (حاجي صاحب ګل محمد) او د حلقې له مسؤل حاجي فیض الله اکا نه واخله بیا تر نورو هیئتونو پوري همدلته راتلل.
زما او د صادق تر منځ ددې ځای مستعار نوم د لړمانو ځای وو، رشتیا هم دا یوې بشپړي کنډوالې ته ورته ځای او لړمان به هم پکې ډېر وه.
واقعا دا مېنه چې یوې بشپړې کنډوالې ته ورته وه، خو زموږ لپاره به دومره زیات سکون پکې وو چې ما شخصا په کوم مجلل قصر او ماڼۍ کې نه دی حس کړی.
د جهاد د شپو ژوند که څه هم له فیزیکې پلوه ستړی او ستونزمن وو، خو له روحې او روانې اړخه خورا مطمئن او آرام وو، فکر نه کوم زموږ په لنډکې ژوند کې به هماغه ډول سکون او خوښي د بیا لپاره وګورو.
الله تعالی دي د مجاهدینو ستړیاوي او ستومانۍ په خپل عالي دربار کې قبول وګرځوي. آمین یارب العالمین